ترينکوټ (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې په څه د پاسه ۱۹ میلیونه افغانۍ د غلو دانو او وچې مېوې لپاره منډوي جوړېږي چې اتيا هټۍ به په کې ودانې شي.
د دې منډوي چې د ترينکوټ سوېل ختيځ اړخ ته د کندهار- ترينکوټ لويې لارې په اوږدو کې جوړېږي، د بنسټ ډبره يې نن (پنجشنبه) کېښودل شوه.
په سیمه کې د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وویل چې د دې منډوي په جوړېدو سره به د ولایت په کچه د غلو دانو او وچې مېوې لپاره ښه بازار موندنه کېږي او دغه راز به د باغ لرونکو او کروندګرو د حاصلاتو لپاره د پلور ښه مرکز واوسي.
نوموړي زیاته کړه، ان له دغه منډوي څخه به د هېواد نورو ولایتونو او له هېواده بهر غلې دانې او وچې میوې لېږدول کېږي څو د کرونده ګرو او باغ لرونکو زحمتونه بې ځایه ولاړ نه شي.
د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار وويل، دغه منډوي چې ۱۵۰ په ۸۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي، ۸۰ دوکانونه په کې ودانېږي.
د نوموړي په خبره، د دغې منډوي د جوړېدو ټول لګښت نولس نیم میلیونه افغانۍ کېږي چې ۷۵ سلنه برخه یې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له تشویقي بوديجې څخه ده او پاتې ۲۵ سلنه لګښت یې بیا د ترینکوټ ښاروالۍ د پرمختیايي بوديجي له خوا ورکول کېږي.
ده زياته کړه، دغه پروژه چې ټولې چارې به یې ۶ میاشتو کې بشپړې شي، د ورځې به لږ تر لږه ۴۰ بې روزګاره کسان په کې په کار بوخت وي.
په اروزګان کې دا مهال د غلو دانو لپاره یواځې یوه منډوي شته چې هټۍ یې خټينې او پخوانۍ دي، بلخوا دغه پخوانۍ منډوي دومره کوچنۍ ده چې د وچې مېوې او غلو دانو حاصلاتو د خرڅلاو پر مهال په کې د ساحې د کوچنیوالي له امله پلورونکي او پېرودونکي په سختو ستونزو کې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن