ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان؛ د فارسي دري ژبې زانګو” په نوم علمي- څېړنيز سيمينار جوړ شو

“افغانستان؛ د فارسي دري ژبې زانګو” په نوم علمي- څېړنيز سيمينار جوړ شو

author avatar
18 Jul 2019 - 18:24
“افغانستان؛ د فارسي دري ژبې زانګو” په نوم علمي- څېړنيز سيمينار جوړ شو
author avatar
18 Jul 2019 - 18:24

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨): "افغانستان؛ د فارسي دري ژبې زانګو" په نوم دوه ورځنى علمي- څېړنيز سيمينار د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت جوړ شو.

د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيمينار د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه او د افغانستان د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون په ګډه همکارۍ جوړ شوى چې لومړۍ د پرانيستې برخه يې د ارګ په سلام خانې کې ترسره شوه.

ده زياته کړه، په دې برخه کې د بهرنيو مېلمنونو په ګډون سلګونو پوهانو او څېړونکو برخه اخيستې وه او ولسمشر محمد اشرف غني او څو تنو نورو پوهانو په کې ويناوې او علمي مقالې ولوستې.

ولسمشر غني په دې سيمينار کې په خپله وينا کې د هېواد پر ملي ژبو د پانګې اچونې او غښتلي کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، دري ژبه زموږ ده او موږ د دې ژبې يو، په دې کې هيڅ شک او شبهه نشته.

ده زياته کړه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کاليزه يو فرصت دى، ترڅو د خپلواکۍ په مختلفو اړخونو بحث وکړو؛ د نن ورځې د غونډې دليل زموږ د خپلواکۍ غوښتنې د فکر اړخ دى چې زرګونو کلونو ته رسېږي.

هغه د دې موضوع په بيانولو سره چې فرهنګ د وصل وسيله ده او ژبه يې يوه برخه ده، وويل چې ملت يوه فرهنګي پديده ده او دولتداري به له يوه فرهنګي اساس پرته ښه پايله ورنه کړي.

د هغه په وينا، څوک چې په يوې ژبې اتکا کوي، په ډار کې دي... موږ له زرګونو کلونو راهيسې موجود وو او زرګونه کلونه به واوسېږو.

هغه د دري ژبې په اړه وويل: دري ژبه زموږ د ژورو احساساتو د ابراز يوه وسيله ده، ژبه زموږ د تاريخ محصول او جوړوونکې ده، پر يوې ژبې پانګونه پر يوې زېربنا پانګونې څخه کم اهميت نه لري. اوس د دې وخت را رسېدلى چې امنيت او اقتصاد ته د پاملرنې او ورباندې د پانګونې ترڅنګ پر فرهنګ هم پانګونه وشي.

د ده په خبره، د ګفتمانونو ډولونه دري ژبه جوړوي، د دې هېواد نامتو شاعران دري ژبي وو، نو اړتيا ده چې ځوان نسل مو خپلې فرهنګي ژورې ريښې درک کړي.

غني دا پوښتنه مطرح کړه چې تاريخي پوښتنه داده چې دري ژبې ولې او څنګه پر ايران او هندوستان واکمنه شوې وه‎؟

خو نوموړي د دې مسئلې په څرګندولو سره چې د دري ژبې په تاريخ کم کار شوى او د دې ژبې پر واضحې تسلسل کار نه دى شوى، وويل، د دې ژبې پر تاريخچې بايد څېړنې وشي. پوهنتونونه، د علومو اکاډمي او نور څېړونکي دې د دري ژبې په اړه سرتاسري تحقيقات ترسره کړي.

ده دغه راز وړانديز وکړ چې فرهنګي عالي شورا دې ايجاد شي ترڅو پر ملي ژبو د پانګونې لپاره د لارې پر نقشې کار وکړي او بايد چې ټولې ژبې غښتلې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.