ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جګړې ښکېل لوري دې د روغتيايي او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه نه کوي”

“د جګړې ښکېل لوري دې د روغتيايي او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه نه کوي”

author avatar
18 Jul 2019 - 16:31
“د جګړې ښکېل لوري دې د روغتيايي او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه نه کوي”
author avatar
18 Jul 2019 - 16:31

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): ځينې نادولتي ادارې د جګړې ښکېلو لوريو له خوا   د روغتيا او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه د نړيوالو او بشردوستانه قوانينو خلاف عمل بولي او غواړي چې دغه بهير ودرول شي.

د راپورونو له مخې، دافغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ويلي و چې وسله والو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې ددوى اړونده ٤٢ روغتيايي مرکزونه تر هغه وروسته تړلي چې حکومتي ځواکونو ددې ولايت په دايميراد ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال څلور روغتيايي کار کوونکي وژل.

خو دولتي سرچينو بيا ويلي و چې امنيتي سرتېرو په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي او د يوه ډاکټر په ګډون يې دوه نور ژوندي نيولي دي.

د دې بريد په غبرګون کې طالبانو له روغتيايي کارکوونکو غوښتي وو چې خپلو دندو ته دې نه ځي.

په همدې موخه د افغانانو لپاره د بشري او پراختيايي مرستو د همغږۍ ادارې (ACBAR)، سويډن کمېټې،  د افغان روغتيايي او پراختيايي موسسې (AHDS)  او د کډوالو لپاره د ناروې سفارت پلاوي (NRC) ګډه خبري ناسته درلوده.

د اکبر موسسې مشر عبدالبشير خالقي وويل چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د روغتيا او ښوونې برخو پر کارکوونکو بريدونو اندېښمن کړي دي.

دی وايي:"پر دوو موضوعاتو چې يوه راتلونکې ناسته او بله د غير دولتي موسسو د کار پر وړاندې خنډونه دي، موږ د جګړې له ښکېلو ډلو غواړو چې نړيوالو بشردوستانه قوانينو ته درناوی وکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.