جلال اباد (پژواک،۲۷ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار ولايت د شينوارو د شپږو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د ناامنيو له امله د دغه قوم ګڼ شمېر خلک پر تذکرو د سټېکر له لګولو څخه پاتې دي.
دوی په خپلو سيمو کې د دغې لړۍ د بيا پيل او ګرځنده ټيمونو د ورتګ غوښتنه کوي.
د دغو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي د چنګاښ په ۲۷مه جلال اباد ښار کې د قبايلو رياست ته ورټول شوي وو او د خپلو حقونو غوښونکي شول.
دوی ويل، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دغو ولسواليو ډېرې برخې نا امنه وې، خلک نورو ځايونو کې اوسېدل، خو اوس بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي او د رايې له ورکړې محرومېږي.
د دوی له ډلې قومي مشر ملک شيرپاو وويل، د شينوارو قوم د نا امنۍ په وجه پر تذکرو د سټېکر له لګولو محروم پاتې شوى دى.
هغه وويل، له دولته غوښتنه کوي چې دوی ته د تذکرو د ورکړې او سټېکر لګولو ګرځنده مرکزونه فعال کړي.
يو بل قومي مشر عزيز الله خان شينواري وويل، له يوې خوا د دغې ولسوالۍ خلک د ناامنيو له امله محروم شول او له بلې خو بيا د حکومت له لوري د عامه پوهاوي کمپاين هم نه دی ترسره شوی.
نوموړی وايي، د خلکو په تذکرو سټېکرې موجود وې، خو له دې ناخبر و چې بايد مرکز يې تغير کړي.
د باختر شينواري په نوم يو ځوان مدني فعال وويل، د شينوارو قوم جګړو ځپلی، خلک يې بې وسه دي او په اسانۍ يې نه شو کولی چې د ولسوالۍ مرکز ته د سټېکر لګولو لپاره لاړ شي.
خو د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي پژواک سره خبرو کې د دغو قومي مشرانو غوښتنه بې ځايه وبلله او ويې ويل، اوس هېڅ امکان نشته چې دا چاره ترسره شي.
دی وايي، درې مياشتې يو ځل او پنځلس ورځې بل ځل کمپاين ترسره شوی او اوس دوی ټاکنو ته په نورو تياريو بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن