ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل امینه قوماندان: په څلورو میاشتو کې نږدې ۱۴۰۰ کسان نیول شوي

د کابل امینه قوماندان: په څلورو میاشتو کې نږدې ۱۴۰۰ کسان نیول شوي

author avatar
18 Jul 2019 - 18:43
د کابل امینه قوماندان: په څلورو میاشتو کې نږدې ۱۴۰۰ کسان نیول شوي
author avatar
18 Jul 2019 - 18:43

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۸): د کابل امنیه قومانداني په دغه ښار کې د جنايي پېښو د کمېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د کابل ښار په بېلا بېلو ولسوالیو کې ۱۴۰۰ کسان نیولي دي.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان لوی پاسوال سید محمد روشندل نن په کابل کې یوې امنیتي ناستې ته وویل، له یادو کسانو ۷۰۱ د بېلابېلو جرمونو لکه قتل، اختطاف، ټپي کېدو، غلا، سازمان شوو او اخلاقي جرمونو، جعل، د وسایلو او پیسو د غلا په تور نیول شوي دي.

روشندل تېرې څلور میاشتې پولیسو ته له لاسته راوړنو ډکې وګڼلې او زیاته یې کړه، په پغمان کې د عنایت قچي په مشری د حرفوي غلاوو د یوې ډلې له منځه وړل، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د پنځه میله تومانچو د ساتنې په تور د یو کس نیول، په نهمه امنیتي حوزه کې له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې د نبي کوه بندي په مشرۍ د غلو د لس کسیزې ډلې له منځه وړل، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د جمشېد، سلیمان، جاوېد په نومونو د غلو د یوې ډلې نیول، په اوومه امنیتي حوزه کې د کامران په نوم د تکراري مجرم چې په ګرګ مشهور و نیول په تېرو څلورو میاشتو کې د کابل د امنیې قوماندانۍ لاسته راوړنې دي.

د کابل ښار دغه لوړ پوړي امنیتی چارواکي وویل، د دغو ډلو د له منځه وړلو او نیول کېدو له امله  په کابل ښار او ولسوالیو کې د جرمونو کچه ټیټه شوې ده.

د کابل امنيه قوماندان زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې په یاد ولایت کې ۱۴۳ میله ډول ډول وسلې چې دوه میله راکټ، یو میل دهشکه، د درنو وسلو۱۵۰ مرمۍ، د سپکو وسلو ۱۱۲۵ مرمۍ، ۶۸ سرګلولې پکې شامل دي او ۵۱ موټر د امنیتي سرتېرو لاسته ورغلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، امنیتي سرتېرو د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د چسپکي ماینونو، هدفي وژنو، راکټ توغوونې، رموت کنټرول ماینونو او د چاودېدونکو توکو د ۶۱ تروریستي پېښو او ګواښونو مخه نیولې ده.

دکابل د امنيه قوماندان په وینا، د طالبانو او داعش د غړیتوب په لرلو، د تروریستي او ورانکارو قضیو په تړاو ۸۴ کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو او څرګند اقرار وروسته اړوندو ادارو ته لېږدول شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، په تېرو څلورو میاشتو کې ټول ټال ۱۳۸۹ کسان نیول شوي، له دې ډلې ۳۹۹ کسان د ۲۰۷ کیلو ګرامه نشه يي توکو، ۱۴۴۵ بوتله الکولي مشروباتو، ۴۵۷ قطيه بیرو او ۳۱۷ قرصه تابلېتو د قاچاق او پلورلو په تړاو نیول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.