ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار پنځمه  حوزه کې د يوکس تر  وژل کېدو وروسته مېرمنې يې هم سکته کړې

د کابل ښار پنځمه حوزه کې د يوکس تر وژل کېدو وروسته مېرمنې يې هم سکته کړې

author avatar
18 Jul 2019 - 11:21
د کابل ښار پنځمه  حوزه کې د يوکس تر  وژل کېدو وروسته مېرمنې يې هم سکته کړې
author avatar
18 Jul 2019 - 11:21

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې تېره شپه يو کس هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى چې خپله ناروغه مېرمن يې روغتون ته وړې وه او دى بېرته کور ته راستنېده.

 خو کله  يې چې  مېرمن په روغتون کې له يادې پېښې خبريږي هغې هم  سکته کړې او مړه شوې ده .

د وردګو د قومي شورا غړي قاضي حبيب الرحمن ابراهيمي د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د نوراغا په نوم يو کس هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل  شوى چې خپله مېرمن يې  روغتون ته وړې وه او دی بېرته له روغتونه کور ته راته .

هغه وايي:" نوراغا د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ د محمد داد د کلي اوسېدونکی او دا مهال په کابل کې اوسېده، هغه  خپله مېرمن روغتون ته وړې وه، کله چې بېرته له روغتونه راوځي نو ناپېژانده وسله وال پرې بريد کوي او وژني يې، خو کله   چې مېرمن په روغتون د خپل خاوند له وژل کېدو خبرېږي، سکته کوي او خپل ژوند له لاسه ورکوي."

همداراز د منصور نېکمل په نوم يو تن هم په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي:"تېره شپه د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په نيازبېک سيمه کې د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ يو اوسېدونکی هغه مهال چې خپله مېرمن يې روغتون ته وړله، د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى."

هغه زياته کړې، د نوموړي تر وژل کېدو څو شېبې وروسته چې کله يې مېرمن خبريږي په روغتون کې ساه ورکوي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز هم تاييدوي چې تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د نيازبيک په سيمه کې يو کس وژل شوى.

هغه زياتوي، په دې اړه څېړنې روانې دي چې دا کس څنګه وژل شوی دی.

فرامرز د ده د مېرمنې د مړينې په اړه معلومات ور نه کړل.

تر دې دمه چا د يادې پېښې مسووليت نه دى منلى .

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده سيمو کې د هدفي وژنو پېښې زياتې شوې او هره مياشت په دې سيمه کې ګڼ شمېر دولتي ملکي او نظامي کارمندان وژل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.