کابل (پژواک،٢٧ چنګاښ ٩٨): د حکومت اجرايیه رییس پر باعزته او تل پاتې سوله ټينګار وکړ او ویې ویل، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مستقیمو خبرو وخت رارسېدلی، افغانان باید د خپل برخلیک په اړه خپله تصمیم ونیسي.
د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې «د سولې په اړه څېړنیز کنفرانس» ته خبرې کولې وویل، افغانان باعزته سوله او ارام ژوند غواړي.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده، ډېر شمېر کسان ټپیان او وژل شوي، خو جګړه لاهم روانه ده او لامل یې روښانه نه دی.
عبدالله زیاته کړه: ((که موږ ونه شو کړلی چې په افغانستان کې واحد غږ رامنځته کړو بیا حق نه لرو چې ملامتي پر نورو واچوو... خبل چلند باید په مسوولانه چلند بدل کړو.))
هغه روښانه کړه، د سولې لپاره غوره فرصت رامنځته شوی چې باید ښه استفاده ترې وکړو.
عبدالله د سولې په خبرو کې د طالبانو وړاندیز ته په اشاره وویل: ((که طالبان وایي چې په سوله باور لرو او د سوله ییز حل غوښتونکي یو او یوازینۍ ستونزه بهرني سرتېري ګڼي، راځئ اوربند وکړو، سرتاسري اوربند. دا نیت یې نه ښيي، که طالبان وايي چې موږ له ناټو او نړیوالو ځواکونو سره اوربند کوو خو له بل لوري [افغان حکومت] سره یې نه کوو، سوله غواړو دا نه شي کېدای چې دوی [طالبان] ویتو کړي، دا ناممکنه ده.))
اجرايیه رییس وویل، د [طالبانو او افغان حکومت] تر منځ د مستقیمو خبرو وخت رارسېدلی او په دغه مذاکره کې باید نوې خبرې وشي.
هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو ته په اشاره وویل: ((اوس ددې وخت رارسېدلی چې افغانان خپله د خپل برخلیک په اړه تصمیم ونیسي.))
د افغان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي ژمنه وکړه چې په خپله د سولې لپاره رښتینې هڅه کوي او هېڅکله به د سولې په هڅو کې تخریبي عمل ونه کړي وویل: (( زه په رښتینې سوله کې یوه شېبه د «ملي یووالي حکومت» سره چې ډېره برخه یې په ستونزو کې تېره ده، او د کرزي صاحب دوره چې زه په کې د بهرنیو چارو وزیر وم او وضعیت هم ښه و نه برابروم.))
هغه له داسې ناستو چې د سولې په اړه په کې بحث کېږي او د سولې لپاره د جوړو شوو لارو چارو څخه ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د تل پاتې او باعزته سولې لپاره به رښتینې هڅې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن