ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ازبکستان کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړ شو

په ازبکستان کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړ شو

author avatar
18 Jul 2019 - 16:29
په ازبکستان کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړ شو
author avatar
18 Jul 2019 - 16:29

تاشکند (پژواک،٢٧ چنګاښ ٩٨): افغان سوداګر وايي چې په ازبکستان کې يې د افغاني توليداتو نندارتون د ناسم مديريت له امله ډېر ‌‌‌‌‌‌قراردادونه ترلاسه نه کړل.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډ نندارتون د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري په تاشکند کې جوړه شو، چې نن  پای ته رسېږي.

په تاشکند کې د سوداګرۍ خونې استازي او دافغانستان د صادراتو دپراختيا او پانګونې ادارې مشر مير زمان پوپل د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه باندې ٨٦ افغان سوداګرو په ٦٥ غرفو کې بېلابېل افغاني محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه زياته کړه، په دې توکو کې مېوې، زعفران، غالۍ، د مرمرو ‌‌‌‌‌‌ډبرې او تعميراتي توکي شامل دي.

د سوداګرۍ وزارت دمسولین وایي چې یاد نندارتون د افغان او مرکزي اسیا هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا په موخه جوړ شوى.

خو بلخوا بيا د دغه نندارتون يو شمېر ګډونوال او افغان سوداګر وايي چې د نندارتون ناسم مديريت له امله يې ونه شو کړای څو له ‌‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر سوداګرو سره ليدنې وکړي.

سوداګر او د افغان بازار قالین شرکت مشر حاجي محمد اقبال کوهستاني پژواک اژانس ته وویل نندارتون ښه و، خو دلته يوازې عام خلک د نندارې او محصولاتو پېرلو لپاره راځي.

هغه زياته کړه، تر اوسه د ګوتو په شمار څو ازبک سوداګر راغلي او يوازې څو شرکتونو تړونونه ترلاسه کړي.

د کنډ فروټ پروسس تولیدي شرکت استازې هيلۍ بارکزۍ بیا وايي چې د نندارچیانو شمېر ‌‌‌‌‌‌ډېر کم و او زياته يې کړه چې د نندارتون لپاره له وړاندې سم تبلیغات نه و شوي، ځکه خو په نندارتون کې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر ګڼه ګوڼه هم نه تر سترګو کېږي.

خو مير زمان پوپل وايي چې دا لومړى ځل و چې په ازبکستان کې دا ډول نندارتون جوړ شوى و، ځکه لږ ستونزې به يې لرلې، خو ځينې قراردادونه هم شوي دي.

دغه نندارتون د ازبکستان پلازمېنې تاشکند کې د نړېوال سوداګریز مرکز ترڅنګ جوړ شوى چې په دوو جلا سالونونو کې د افغانستان او ازبکستان کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي.

 د فتانه بيات توليدي شرکت مشره فتانه بيات بيا له دغه نندارتون څخه خوښه  او وايي چې  که څه هم د ازبکستان د بازار په اړه مې مکمل معلومات نه درلودل، خو بيا يې هم د زعفرانو په برخه کې دوه قراردادونه ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.