ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند او لوګر کې د  ٥١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

په هلمند او لوګر کې د ٥١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
18 Jul 2019 - 14:53
په هلمند او لوګر کې د  ٥١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
18 Jul 2019 - 14:53

لښکرګاه-پل علم (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨): حکومتي چارواکي وايي چې هلمند او لوګر ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال ٥١ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هلمند والي محمد ياسين خان نن په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د ولايت د نظامي شورا له پرېکړې سره سم مارجې، نادعلي، ګرشک او ګرمسير ولسواليو کې يې عمليات پيل کړي دي.

ده زياته کړه چې د دغو عملياتو پرمهال تر اوسه ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر مرکزونه يې له منځه وړل شوي دي.

د والي په خبره، په وژل شويو طالبانو کې د مارجې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ملا مجاهد هم شامل دى.

دغه راز په لښکرګاه کې يوه سرتيري د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د طالبانو پر وړاندې د دوى عمليات په چټکۍ سره روان دي.

هغه وايي: ((موږ ډېر کوښښ کوو چې په دغو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله پېښه نه شي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل پژواک ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د بېدک په کلي کې او د بره کي برک ولسوالۍ په جابرکلا کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

دى وايي چې په دغو بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي، درې نور ټپيان شوي، دوه موټر او څلور موټرسايکلونه يې هم له منځه تللي دي.

ده زياته کړه: ((د طالبانو د ځپلو لپاره موږ او بهرنيانو خپل ګډ عملياتونه ډېر کړي دي.))

په ورته وخت کې د بېدک کلي يوه اوسېدونکي ظاهر پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې پر يوه کور بمبار شوى دى.

هغه وايي: ((دغه بمبار په داسې کور شوى چې هلته طالبان په کې اوسېدل، څو تنه په کې وژل شوي هم دي خو زه يې نور په اړه معلومات نه لرم.))

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو لا تر او سه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.