ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې د داعش د هدفي وژنو مسوول نيول شوى

چارواکي: ننګرهار کې د داعش د هدفي وژنو مسوول نيول شوى

author avatar
18 Jul 2019 - 11:23
چارواکي: ننګرهار کې د داعش د هدفي وژنو مسوول نيول شوى
author avatar
18 Jul 2019 - 11:23

جلال اباد (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش او طالب وسله والو ډلو د هدفي وژنو او ځانمرګو بريدونو پلانوونکي دوه مهم غړي نيولي دي.

د چارواکو په وينا، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو پرمهال ياد کسان نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار ولایت ملي امنیت منسوبینو دبهسودو ولسوالۍ اړوند په وچ تنګي سیمه کې د عبدالواجد په نوم هغه کس نيولی چې د داعش ډلې د مهم قوماندان عمرخراساني ساتوونکی و او په وروستیو کې د هدفي وژنو په موخه ننګرهار کې ګومارل شوی وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، عبدالواجد چې اصلاٌ د هسکې مینې د ګورګورۍ سیمې اوسېدونکی دی،له تېرو دوو کلونو راهیسې يې د داعش په ډلې کې فعالیت کاوه،چې په وروستیو کې د عمر خراساني له لوري ورته په ننګرهار کې د هدفي وژنو دنده ورکړل شوې وه .

د والي وياند وايي، نوموړی هغه مهال د بهسودو په وچ تنګي سیمه کې د ملي امنیت منسوبینو له لوري ونیول شو،کله یې چې په سیمه کې د یوتن د وژنې پلان درلود چې موخې تر رسېدو وړاندې ونیول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه، نیول شوي کس په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دمګړۍ ترې لا زیاتې څېړنې جریان لري.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې ننګرهار کې د وسله والو طالبان ځانمرګو بریدونو پلان جوړونکی نيول شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د مرکز جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیې په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې په دې ولایت کې د ځانمرګو بریدونو پلان جوړونکی او د وسله والو طالبانو یو مهم غړی شېرین مشهور په سهیل ژوندی ونیول شو.

هغه وويل، شېرين پلان درلود چې د کرولا موټر بم په وسیله د سره رود ولسوالۍ په مقام باندې ځانمرګی بريد ترسره کړي، چې چمتو شوی موټر یې دوه ورځې وړاندې د خوږياڼو ولسوالۍ په نکړخېلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې له منځه یوړل شو او نوموړی تېره شپه ژوندی ونیول شو.

د والي وياند وایي، له نيول شويو دواړو کسانو د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو پلټنې پيل کړې دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.