ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځينه هټيوالې: امام صاحب ولسوالۍ کې نا امنيو زموږ پر کار  منفي اغېز کړى

ښځينه هټيوالې: امام صاحب ولسوالۍ کې نا امنيو زموږ پر کار منفي اغېز کړى

author avatar
18 Jul 2019 - 14:00
ښځينه هټيوالې: امام صاحب ولسوالۍ کې نا امنيو زموږ پر کار  منفي اغېز کړى
author avatar
18 Jul 2019 - 14:00

کندوز ښار(پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨):د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ يو شمېر ښځينه هټيوالې وايي چې وروستيو نا امنيو يې پر کار او بار منفي اغېزې کړي او له ستونزو سره مخ دي.

د دغو ښځو له ډلې څخه ٥٥ کلنې بي بي شاه ګل د چنګاښ په ٢٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د امام صاحب په بازار کې دوکان لري.

هغې زياته کړه:((پنځه کاله مخکې مې د ورځې اووه-اته زره افغانى فروش درلود، خو اوس د ورځې ايله د زر افغانيو شيان خرڅ کړو په دې کې موږ ته سل افغانۍ پاتې کيږي چې هېڅ مو پرې ګوزاره نه کيږي.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې، له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې څلويښتو بېوزله ښځو د امام صاحب په بازار کې خامک شوي يخنونه خرڅول، خو د وروستيو نا امنيو له امله د دې ښځو شمېره ډېره کمه شوې ده.

دې زياته کړه: (( خاوند مې په ځاى کې پروت دى، مريض دى، کار نه شي کولاى، زه هم ټوله ورځ خواري کوم د وچې ډوډۍ پيسې نه شم پيدا کولاى، خداى پاک دې پر موږ رحم وکړي.))

دغه راز د امام صاحب بازار يوې بلې هټيوالې ښځې نجيبې پژواک ته وويل چې خاوند يې د وروستيو جګړو له امله وژل شوى او د مجبوريت له مخې دلته دوکانداري کوي.

دې هم وويل: (( ټوله ورځ زر يا يو نيم زر افغانۍ سودا کوو، که وضعيت ښه وي له کليو نه خلک بازار ته راشي، زموږ هم بيا ښه سودا کيږي او مشکل به نه وي.))

د نجيبې د معلوماتو له مخې، د دې بازار ډېرې هټيوالې ښځې له يوه او بل نه پوروړې شوې نو ځکه يې دوکانداري پرېښوده او نورو سيمو ته ولاړې.

همدارنګه په دغه بازار کې د شبانې په نوم يوې نجلۍ پژواک ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې د نا امنۍ له امله ډېرې نجونې زده کړې هم نه شي کولاى.

دې وويل:((تاسو ګورئ چې زه دلته دوکان لرم، کنه زما عمر د مکتب دى بايد مکتب و وايم خو څه وکړو هم غريبي ده او هم نا امني ده.))

د امام صاحب بازار يو شمېر نورو هټيوالو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو او وسله والو طالبانو يې غوښتنه وکړه چې د جګړې پرځاى نور سوله وکړي.

بل لورته په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي پژواک ته وويل چې په امام صاحب کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.