د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د جګړې ښکېل لوري دې د روغتيايي او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه نه کوي"

"د جګړې ښکېل لوري دې د روغتيايي او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه نه کوي"

Jul 18, 2019 - 16:31

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): ځينې نادولتي ادارې د جګړې ښکېلو لوريو له خوا   د روغتيا او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه د نړيوالو او بشردوستانه قوانينو خلاف عمل بولي او غواړي چې دغه بهير ودرول شي.

د راپورونو له مخې، دافغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ويلي و چې وسله والو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې ددوى اړونده ٤٢ روغتيايي مرکزونه تر هغه وروسته تړلي چې حکومتي ځواکونو ددې ولايت په دايميراد ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال څلور روغتيايي کار کوونکي وژل.

خو دولتي سرچينو بيا ويلي و چې امنيتي سرتېرو په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي او د يوه ډاکټر په ګډون يې دوه نور ژوندي نيولي دي.

د دې بريد په غبرګون کې طالبانو له روغتيايي کارکوونکو غوښتي وو چې خپلو دندو ته دې نه ځي.

په همدې موخه د افغانانو لپاره د بشري او پراختيايي مرستو د همغږۍ ادارې (ACBAR)، سويډن کمېټې،  د افغان روغتيايي او پراختيايي موسسې (AHDS)  او د کډوالو لپاره د ناروې سفارت پلاوي (NRC) ګډه خبري ناسته درلوده.

د اکبر موسسې مشر عبدالبشير خالقي وويل چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د روغتيا او ښوونې برخو پر کارکوونکو بريدونو اندېښمن کړي دي.

دی وايي:"پر دوو موضوعاتو چې يوه راتلونکې ناسته او بله د غير دولتي موسسو د کار پر وړاندې خنډونه دي، موږ د جګړې له ښکېلو ډلو غواړو چې نړيوالو بشردوستانه قوانينو ته درناوی وکړي."

په افغانستان کې د سويډن کمېټې د پروګرامونو مسوول ډاکټر احمد خالد فهيم وويل چې دا د ډېرې ژورې اندېښنې خبره ده،د نادولتي او مرسته رسوونکو موسسو پر کارکوونکو بريدونه شوي او تر ډېره بريده يې کړنې له ستونزو سره مخ شوې دي.

هغه زياته کړه، شاوخوا لس ورځې وړاندې د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ د تنګي سيدانو پر روغتون امنيتي ځواکونو بريد وکړ چې له امله يې د ياد روغتون د دوو کارکوونکو په ګډون څلور تنه ووژل شول او د ياد روغتون يو چارواکی لا هم لادرکه دی.

دی وايي:"موږ دغه ډول کړنې د نړيوالو بشردوستانه قوانينو خلاف عمل بولو، دغه ډول کړنې مو هم پخوا غندلي او هم يې اوس غندو؛ د نړيوالو بشردوستانه قوانينو ته پام د جګړې ښکېلې ډلې بايد پر روغتيايي او ښوونيز مرکزونو بريدونه ونه کړي او درناوی ورته ولري."

هغه زياته کړه، دوی په دې اړه له حکومته د بې پلوه څېړنو غوښتنه کړې او داسې نښې ښکاري چې حکومت پلټنې پيل کړې دي.

فهيم وايي:"د دې بريد په غبرګون کې طالبانو  تصميم نيولى چې په ميدان وردګو کې له ۷۷ روغتيايي مرکزونو څخه ۴۲ مرکزونه وتړي، د يادو روغتيايي مرکزونو کارونکي ګواښل شوي او دغه روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې زيان يې يواځې ملکي وګړو ته اوښتی ."

نوموړي زياته کړه،:"لکه څنګه چې موږ له رسنيو اورېدلي چې طالبانو ويلي د دې بريد پر وړاندې د سويډن کمېټې لکه څنګه چې اړينه وه غبرګون نه دی ښودلي؛ خو په واضح ډول وايو چې د سويډن کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد په سختو ټکو غندلی او محکوم کړی و."

هغه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت له چارواکو وغوښتل کومې امنيتي پوستې چې له روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو سره نږدې پرتې دې، لرې کړي ترڅو يادو کارکوونکو ته زيان وانه وړي.

د ده د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال په اوږدوکې پر هغو روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو چې د سويډن کمېټه يې مالي ملاتړي کوي ۱۷ بريدونه شوي. همداراز د روغتيا نړيوال سازمان د ملعوماتو له مخې، په روان ۲۰۱۹ ميلادي کال کې پر روغتيايي مرکزونو ۶۵ بريدونه شوي، چې له امله يې ۱۴۴ روغتيايي مرکزونه تړل شوي، ۱۶۸ روغتيايي مرکزونه زيانمن شوي او ۳۶ کسان وژل شوي، ټپيان او لادرکه دي.

د افغان روغتيايي او پراختيايي موسسې (AHDS) غړي نعيم رحيمي وويل چې روغتيايي کارکوونکي بې طرفه کسان دي او بايد له هر ډول تاوتريخوالي خوندي وي.

هغه د جګړې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې د ورته بريدونو مخنيوی وکړي او د شويو بريدونو عاملين عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د کډوالو لپاره د ناروې سفارت د پلاوي (NRC) غړې سهيلا دانشجو هم د جګړې د ښکېلو ډول له خوا پر روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو بريدونه وغندل او زياته يې کړه چې په تېر ۲۰۱۸ کلونوکې د جګړو له امله ۷۱۳ ښوونځي تړل شوي او شاوخوا ۳۲۵ زره هلکان  او نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و: "دا موضوع سمه ده، د سويډن موسسې پر روغتون د امريکايي چاپې او وحشت په اړه هيڅ غبرګون ونه ښود، تر اوسه هم خاموشه ده؛ که دوی د خپلو روغتيايي مراکزو د دفاع لپاره غږ نه شي پورته کولای، بيا بيا هم دا ځای همدا ډول تر بريد لاندې نيول کېږي."

هغه زياتوي، همدا د تنګي سيدان پر روغتون دا دويم ځل چاپه وه چې وهل کېږي.

دی وايي: "د سويډن موسسې مسووليت درلود چې دغه موضوع يې جدي نيولې وای، غږ يې پورته کړی وای، غبرګون يې درلودلی چې دا ځای د دوی د فعاليت ساحه وه، کوم نظامي هدف نه و، دا چې دوی ورسره خاموشه دي، شک کېږي چې همدوی  ورسره لاس لري ترڅو امريکايان چاپه ووهي او دا ډول وحشت ترسره کړي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement