خوست ښار ( پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): په خوست ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شېخ امير کلينيک مخې ته پر عام سړک شوې.
د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.
هغه وايي، پېښه د سراچه ډوله موټر په وسيله رامنځته شوې او په وينا يې چې موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوی او پوښتنې ترې روانې دي.
بلخوا د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل، د پېښې له ځايه دوی ته د يوې ښځې جسد او يوه بله ښځه او يو ماشوم په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن