ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار ترافيکي پېښه کې پنځوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست ښار ترافيکي پېښه کې پنځوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Jul 2019 - 11:31
د خوست ښار ترافيکي پېښه کې پنځوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Jul 2019 - 11:31

خوست ښار ( پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): په خوست ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شېخ امير کلينيک مخې ته پر عام سړک شوې.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.

هغه وايي، پېښه د سراچه ډوله موټر په وسيله رامنځته شوې او په وينا يې چې موټر چلوونکی د‌ پوليسو له خوا نيول شوی او پوښتنې ترې روانې دي.

بلخوا د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل، د پېښې له ځايه دوی ته د يوې  ښځې جسد او يوه بله ښځه او يو ماشوم په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.