ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار امنیه قوماندان: پر وسله والو یې پوځي فشار ډېر کړی

د کندهار امنیه قوماندان: پر وسله والو یې پوځي فشار ډېر کړی

author avatar
18 Jul 2019 - 17:09
د کندهار امنیه قوماندان: پر وسله والو یې پوځي فشار ډېر کړی
author avatar
18 Jul 2019 - 17:09

کندهار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): د کندهار امنیه قوماندان وايي، له هغه وروسته چې وسله والو خپلو بریدونو او جګړې ته زور ورکړ پر هغوی یې پوځي فشار ډېر کړی دی.

تورنجنرال تادین خان د چنګاښ په ٢٧مه، وویل، په وروستیو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي او ډېر یې د کرښې هغې غاړې ته تښتېدلي دي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په دې وروستیو کې وسله والو دوه ځله پر معروف ولسوالۍ بریدونه وکړل چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

دی وايي، هوايي ځواک ۱۷ ځله په دغه ولسوالۍ کې پر وسله والو بریدونه وکړل چې تر دې مهاله په کې ۱۰۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، د امنیتي ځواکونو دغو هوايي او ځمکنیو عملیاتو وسله وال اړ کړي چې پاکستان ته وتښتي.

نوموړي وویل: ((هغه معلومات چې موږ تر لاسه کړي، ښيي چې ډېری وسله وال د کرښې هغې غاړې چمن، قلعه عبدالله، سرخان، ګلستان، پښین او ځنګل ته تللي او د وژل شوو وسله والو جسدونه یې هم ورسره وړي دي.))

دی وايي، د وسله وال په مقابل کې اوس د امنیتي ځواکونو په دریځ کې بدلون راغلی او همدا تېره ورځ یې د دې ولایت په شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ کې هم ۱۶ وسله وال وژلي چې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان یې د برید پلان درلود.

دغه راز ده یادونه وکړه چې وسله والو د خپلو جګړه ییزو فعالیتونو په لړ کې پر امنیتي پوستو د بریدونو تر څنګ پر عامو لارو د ماینونو اېښودلو ته زور ورکړی.

د ده په خبره، دوه ورځې وړاندې د کندهار خاکرېز پر لار د ملکي خلکو پر یوه موټر د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۳ تنه ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل.

وسله والو طالبانو د امنیتي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار امنیتي چارواکي داسې مهال پر وسله والو د پوځي فشار ډېرېدو خبره کوي چې څو ورځې مخکې یې ویلي، وسله والو طالبانو د کندهار په یو شمېر سرحدي او شمالي ۶ ولسوالیو کې جګړې ته زور ورکړی او دشپې له پلوه یې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي دي.

معروف، خاکرېز، شاولیکوټ، نېش، غورک او میوند هغه ولسوالۍ دي چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو په تحرکاتو او بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.