د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ډله ييز بريد کې تراوسه ١٠ تنه وژل شوي، ۱۰۰ ټپيان دي

د کندهار ډله ييز بريد کې تراوسه ١٠ تنه وژل شوي، ۱۰۰ ټپيان دي

Jul 18, 2019 - 17:41

کندهار (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کندهار پر امنيه قومندانۍ وسله وال بريد کې له اتو بريدګرو ٧ وژل شوي، دغه راز لږ تر لږه ١٠ ملکي وګړي او پوليس وژل شوي او ۱۰۰نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن مازدیګر په څلور بجو ا ١٥ دقيقو د کندهار پر امنیه قومندانۍ وسله والو لومړی موټر بم برید وکړ او وروسته یې امنیه قومندانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه، چي ورسره سم د ملي پولیسو له سخت غبرګون سم مخامخ شول.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې تردې پیښي څو دقیقي وروسته دوهم موټر بم چاودنه هم وشوه.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار پر امنیې قوماندانۍ په برید کې ټول ۱۰ تنه وژل شوي چې ۲ یې سرتېري او نور ملکي وګړي دي.
دغه راز ۶۶ تنه ټپيان میرویس روغتون، ۱۳ ټپیان د عنیو مېنې روغتون، او ۲۰ تنه برسېرن ټپيان د ښار نورو خصوصي روغتونو ته وړل شوي او تر لومړۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
دی وايي، د دغه برید له امله د ګمرک ریاست په ودانۍ کې په سوداګریزو توکو بار ۴ ټېلر موټرونه هم سوځېدلي دي.
نوموړی زیاتوي، د دغه خونړي برید له امله په عینو مېنه، کابل اډه، نوراني مېنه او انصاري مېنه کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
بل خوا د کندهار میرویس روغتون نوکریوال ډاکټر پژواک ته وویل چې تر دې مهاله دغه روغتون ته ۱۰ جسدونه او ۷۰ ټپيان ور وړل شوي چې په ټپيانو کې ۱۱ ماشومان او نور یې ښځې او نارینه دي.
په ټپيانو کې ۲۰ تنه سرتېري دي.
دی وايي، برید د ۴ تنو ځانمرګو په وژل کېدو پای ته رسېدلی او اوس هلته چاڼیز عملیات روان دي او حالت کرار کرار عادي کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ماخوستن ناوخته پژواک اژانس ته وويل چې د کندهار پر امنيه قومندانۍ ٨ بريدګرو حمله کړې چې تراوسه (د ماخوستن ٨:٣٥ بجو) پورې ٧ يې وژل شوي او يو هم لا پاتې دى چې ډېر ژر به له منځه يوړل شي.

ده زياته کړه، په دې بريدونو کې اته ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي او دغه راز ٨٩ ملکي وګړي او ٣ پوليس ټپيان دي.

د هغه په وينا، د مرګ ژوبلې په شمېره کې ښايي بدلون راشي.

د دې بريدونو له امله د ګمرک په ودانۍ کې چې د امنیې قوماندانۍ تر څنګ پرته ده، ځینو موټرو اور اخیستی چې ټایرونه او نور سوداګریز توکي په کې بار دي. دغه راز د کندهار ملي راډیو تلوېزیون دفتر ته هم زیان اوښتی دی.

یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې وسله وال کسان د همدې ګمرک له لارې امنیې قوماندانۍ ته داخل شوي دي.

وسله والو د برید مسوولیت منلی دى. د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې لومړی یې پر امنیې قوماندانۍ موټر بم برید کړی او وروسته وسله وال کسان له سپکو او درنو وسلو سره ودانۍ ته دننه شوي دي.

دی وايي، تر دې مهاله یې ګڼو سرتېرو او افسرانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني ياد بريد غندلى او له ارګ څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې وسله والو د خپلو جنايتونو په دوام سره په کندهار کې يو شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينې د غني له قوله ويلي: "د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس، د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو یو وار بیا ددې وحشیانه برید په ترسره کولو سره وښوده چې د جګړې د دوام، د تاوتریخوالي او ملکیانو د نښه کولو نیت لري."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement