ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي”

“سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي”

author avatar
18 Jul 2019 - 15:32
“سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي”
author avatar
18 Jul 2019 - 15:32

خوست ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوولين وايي چې د روان ميلادي کال تېرې شپږ مياشتې د سوېل ختيځ زون رسنيو او خبريالانو لپاره ډېرې بدې وې.

د هغوی په وينا، سره له دې چې د تېر کال په پرتله په ټول هېواد کې له رسنيو او خبريالانو سره د تاوتريخوالي پېښې پنځوس سلنه کمې شوې وې، خو په سوېل ختيځ زون کې بيا کيسه برعکس وه.

په دغه زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات وايي چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۴۵ قضيې ثبت شوې دي، چې ۱۵ يې سوېل ختيځ زون پورې اړه لري.

هغه چې خوست کې يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، له خبريالانو سره د تاوتريخوالي په دې قضيو کې د خبريالانو وژل، ټپي کېدل، فزيکي بريدونه، ګواښل او د سپکاوي موارد شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې له خبريالانو سره د شوي تاوتيرخوالي ډېر مسووليت افغان حکومت ته راجع دی.

حيات زياته کړه چې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي د يادو ۴۵ مواردو له جملې ۱۸ مواردو کې حکومتي مسوولين ښکېل دي او پاتې نور يې پر وسله والو ډلو، ځايي زورواکو، ناپېژاندو کسانو او خپله د رسنيو مسووليت پورې اړه لري.

هغه وايي، حکومت بايد د تاوتريخوالي او ګواښونو هغه قضيې چې حکومتي اړخ ته ورګرځي وڅېړي او په جدي ډول يې تعقيب کړي.

نوموړي همدارنګه له امريکا او وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د سولې روانو خبرو په جريان کې د رسنيو او بيان په ازادۍ معامله ونه کړي.

ورته مهال د خوست يو شمېر خبريالان وايي چې افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د خبريالانو او رسنيو د کار لپاره مناسب نه دی.

د سپين روان نوروزي په نوم يوتن ځايي خبريال دغه کنفرانس ته وويل، خبريالانو سره د تاوتريخوالي ډېرې داسې قضيې شته چې حکومت د هغو په څېړلو کې پاتې راغلی دی.

هغه له حکومته وغوښتل، د تاوتريخوالي هغه قضيې چې حکومتي مسوولينو پورې اړه لري، بايد په جدي ډول وڅېړي.

نوموړي همدا ډول په جنګ کې له ښکېلو ډلو په ځانګړي ډول له افغان حکومت You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.