د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شهرزاد اکبر: د جګړې شدت دبشري حقونو سرغړونو ته زمینه برابره کړې

شهرزاد اکبر: د جګړې شدت دبشري حقونو سرغړونو ته زمینه برابره کړې

Jul 18, 2019 - 14:08

 

 کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨): د بشري حقونو د کمېسیون نوې رییسه وايي چې د جګړې شدت خپلو حقونو ته د خلکو لاس رسی محدود کړی او له بشري حقونو یې ډېرو سرغړونو ته زمینه برابره کړې ده.

شهرزاد اکبر دا خبره د ولسمشر له خوا د بشري حقونو د کمېسیون د رییسې په توګه له خپلې ګومارنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه کې کړې ده.

 نوموړې زیاته کړې: ((د بشري حقونو خپلواک کمېسیون زموږ تر ټولو مهم ملي بنسټ او د اساسي قانون لاسته راوړنه ده. ددغه کمېسیون مشري او دنده زما لپاره ستر ویاړ او مسوولیت دی، هیله منه یم چې وړ یې واوسم.))

 مېرمن اکبر ویلي، د ډاکتر سیما سمر او بشري حقونو د مخکنیو کمېشنرانو د خدمتونو او لاسته راوړنو منندویه یم. سمر ته د نوې دندې مبارکي وایم او خوشحاله یم چې د بشري حقونو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي.

هغې زیاته کړې: ((تېر کال مې چې د کمېسیون د جذب پروسې ته خپل اسناد وسپارل هیله مې لرله چې په دې حساس وخت کې یاد مهم ملي بنسټ ته لار پیدا کړم. خوشحاله یم چې له نوي او پیاوړي ټېم سره چې د بشري حقونو په برخه کې عملي او نظري تجربه لري کاري فرصت ترلاسه کوم.))

 د بشري حقونو نوې رییسې په ډاګه کړه چې د بشري حقونو په برخه کې کار سخت او ډېر وخت ته اړتیا لري. د سیاسي توافق د ترلاسه کولو لپاره د هڅو په اړه د ټولنې ټولې طبقې د خپلو راتلونکو اساسي حقونو په اړه اندېښنه لري.

 بلخوا د جګړې سختوالي بشري حقونو ته د خلکو لاس رسی محدود کړی او د زیاتو سرغړونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

 مېرمن اکبر زیاته کړه: ((هیله لرم چې په دې حساس وخت کې به زه او همکاران مې وکولای شو په مهم ملي بهیر کې د خلکو د اساسي حقونو د ترلاسه کولو ملاتړ وکړو او خپلو حقونو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې به ګټور واوسو. دروند مسوولیت مو پر غاړه اخیستی او د خلکو له پراخ ملاتړ پرته به زموږ اغېزمنتوب سخت وي.))

دا په داسې حال کې ده چې شهرزاد اکبر تازه د سیما سمر پر ځای په دې دنده ګومارل شوې چې شاوخوا ۱۸ کاله یې ددغه کمېسیون د رییسې په توګه کار کړی، سمر د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره ټاکل شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement