د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني : سوله او ټاکنې د يو بل بشپړوونکي دي

ولسمشر غني : سوله او ټاکنې د يو بل بشپړوونکي دي

Jul 18, 2019 - 10:34

 

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٨) : ولسمشر غني سوله او ټاکنې د یوبل بشپړونکي وبلل او زیاته یې کړه چې دولت د سولې پر پروسې جدي تمرکز لري .

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابينې غونډه پرون تر غرمې وروسته ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر د را روانو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې او د حکومت له لوري یې د هغو د زیاتو لګښتونو د تامین په پام کې نیولو سره د ولسمشرۍ ټاکنو پر قطعي ترسره کېدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، هېڅ راز مادي خنډونه د دغې پروسې د ترسره کېدو مخه نه شي نیولای او د ولسي نظام معیار هماغه ټاکنې دي، ځکه په هغو کې د خلکو غوښتنې منعکس کېږي.

ولسمشر غني یو ځل بیا سوله او ټاکنې د یوبل بشپړونکي وبلل او زیاته یې کړه، دولت د سولې پر پروسې جدي تمرکز لري او سولې ته د رسېدو چوکاټ د لویې جرګې له پرېکړه لیک څخه چې د افغانانو د ارادې تمثیلونکی دی، تعیين شوی.

هغه بیت الله شریف ته د حاجیانو د استولو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو او د افغان حاجیانو د الوتنو د پیل په خاطر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او ملي تدارکاتو ادارې کړنې وستایلې، له وزارتونو او دولتي ادارو یې وغوښتل چې د حج پروسې په اړه هراړخیزه همکاري وکړي په ځانګړي ډول یې بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې د دغې پروسې د لاچټکتیا لپاره ټول امکانات برابر کړي.

د اجنډا مطابق د مالیې وزارت معین د ۱۳۹۸ مالي کال له پیل څخه د چنګاښ تر ۲۴ نېټې پورې دبودجې د مصرف راپور او د ۱۳۹۸ مالي کال په وسط کې د ملي بودجې د ارزولو د مسودې طرحه غوندې ته وړاندې کړه.

کابینې د مالیې وزارت د قدردانۍ ترڅنګ د بودجې د مصرف راپور او د ۱۳۹۸ مالي کال په وسط کې د ملي بودجې د ارزولو د مسودې طرحه تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د کابینې د غړو د نظریاتو په اړه له دوی سره تفاهم وکړي او د کال د وسط په بودجه کې د توبرکلوز روغتون ناروغانو د اعاشې د تامین په خاطر د اړتیا وړ وجوه په پام کې ولري او یاده بودجه دې د تصویب په خاطر ملي شورا ته واستوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement