د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ازبکستان کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړ شو

په ازبکستان کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړ شو

Jul 18, 2019 - 16:29

تاشکند (پژواک،٢٧ چنګاښ ٩٨): افغان سوداګر وايي چې په ازبکستان کې يې د افغاني توليداتو نندارتون د ناسم مديريت له امله ډېر ‌‌‌‌‌‌قراردادونه ترلاسه نه کړل.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډ نندارتون د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري په تاشکند کې جوړه شو، چې نن  پای ته رسېږي.

په تاشکند کې د سوداګرۍ خونې استازي او دافغانستان د صادراتو دپراختيا او پانګونې ادارې مشر مير زمان پوپل د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه باندې ٨٦ افغان سوداګرو په ٦٥ غرفو کې بېلابېل افغاني محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه زياته کړه، په دې توکو کې مېوې، زعفران، غالۍ، د مرمرو ‌‌‌‌‌‌ډبرې او تعميراتي توکي شامل دي.

د سوداګرۍ وزارت دمسولین وایي چې یاد نندارتون د افغان او مرکزي اسیا هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا په موخه جوړ شوى.

خو بلخوا بيا د دغه نندارتون يو شمېر ګډونوال او افغان سوداګر وايي چې د نندارتون ناسم مديريت له امله يې ونه شو کړای څو له ‌‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر سوداګرو سره ليدنې وکړي.

سوداګر او د افغان بازار قالین شرکت مشر حاجي محمد اقبال کوهستاني پژواک اژانس ته وویل نندارتون ښه و، خو دلته يوازې عام خلک د نندارې او محصولاتو پېرلو لپاره راځي.

هغه زياته کړه، تر اوسه د ګوتو په شمار څو ازبک سوداګر راغلي او يوازې څو شرکتونو تړونونه ترلاسه کړي.

د کنډ فروټ پروسس تولیدي شرکت استازې هيلۍ بارکزۍ بیا وايي چې د نندارچیانو شمېر ‌‌‌‌‌‌ډېر کم و او زياته يې کړه چې د نندارتون لپاره له وړاندې سم تبلیغات نه و شوي، ځکه خو په نندارتون کې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر ګڼه ګوڼه هم نه تر سترګو کېږي.

خو مير زمان پوپل وايي چې دا لومړى ځل و چې په ازبکستان کې دا ډول نندارتون جوړ شوى و، ځکه لږ ستونزې به يې لرلې، خو ځينې قراردادونه هم شوي دي.

دغه نندارتون د ازبکستان پلازمېنې تاشکند کې د نړېوال سوداګریز مرکز ترڅنګ جوړ شوى چې په دوو جلا سالونونو کې د افغانستان او ازبکستان کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي.

 د فتانه بيات توليدي شرکت مشره فتانه بيات بيا له دغه نندارتون څخه خوښه  او وايي چې  که څه هم د ازبکستان د بازار په اړه مې مکمل معلومات نه درلودل، خو بيا يې هم د زعفرانو په برخه کې دوه قراردادونه ترلاسه کړي دي.

دغه نندارتون دوه ورځې وړاندې د افغان او ازبک چارواکو له لوري د درېيو ورځو لپاره پرانیستل شوی، چې د نورو افغاني تولیداتو سربېره د هلمند او ميدان وردګو ولایتونو مرمر هم په کې نندارې ته وړاندې شوي.

په دې نندارتون کې ٤٠ تنو افغان سوداګرو مېرمنو هم ګډون کړى.

بلخوا دافغانستان د سوداګرۍ وزير اجمل احمدي په ټويټر کې ليکلي چې دا يو بريالى نندارتون و او په دې  برخه کې يې د ازبکستان له حکومت څخه مننه کړې ده.

هغه زياته کړه، د دغه هېواد له مسوولينو او ځايي سوداګرو سره يې د اړيکو د پراختيا په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

ددې راپور په رالېـږلو کې ازاد خبريال جلال يعقوبي مرسته کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement