ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوى

په شمال کې د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوى

author avatar
18 Jul 2019 - 14:38
په شمال کې د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوى
author avatar
18 Jul 2019 - 14:38

مزارشريف ( پژواک، ۲۷چنګاښ ۹۸) : په شمال کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي چې دغه زون کې د نا امنيو، ټولنيزو ستونزو او د رسنيو د اقتصادي وضعيت خرابوالي له امله ورځ تر بلې د ښځينه خبريالانو شمېر کمېږي.

د شمال زون د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول بشير انصاري د چنګاښ په ۲۷مه، مزارشريف کې د ياد بنسټ د شپږ مياشتني راپور خپرولو پر مهال همدا راز وويل چې د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ۵۰ سلنه کمې شوې دي.

هغه زياته کړه، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې له خوا د تاوتريخوالي ۴۵ قضيې ثبت شوې دي.

په يادو قضيو کې درې د قتل، ۶ د ټپي کېدو، ۵ مورده وهل ټکول، ۱۹ پېښې توهين او سپکاوی، ۱۰ پېښې تهديد، ۱ بندي کول او ۱ مورد هم له رسنۍ څخه په اجباري ډول د خبريال ايستل شامل دي.

د انصاري په خبره، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د شاوخوا ۲۰ قضيو عاملين دولتي چارواکي، د ۸ پېښو عاملين طالبان او داعش، د ۸ پېښو عاملين ناپېژانده کسان، د ۶ پېښو عاملين سيمه ييز زورواکي او د ۳ پېښو عاملين د رسنيو مسوولين دي.

 د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په خبره په روان کال کې شمال ختيځ زون د ژورنالېستانو لپاره خطرناک ځای و چې د تاوتريخوالي ۱۵ قضيې په کې ثبت شوې دي.

د ياد راپور له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي يواځې ۳ قضيې ثبت شوې دي.

د مصوونيت کمېټې بله اندېښنه شمالي ولايتونو کې د ښځينه خبريالانو ورځ تر بلې کمېدل دي.

بشير انصاري په دې تړاو پژواک ته وويل چې د ناسمو ټولنيزو رواجونو، امنيتي ستونزو او د رسنيو اقتصادي وضعيت خرابوالي له امله د شمال ولايتونو په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو شمېر مخ پر کمېدو دی.

هغه وويل: (( سرپل ولايت کې يواځې دوه ښځينه خبريالانې وې، چې هغوی هم په دې وروستيو کې د امنيتي ستونزو له امله له راډيو څخه خپل غږ نه شی ايستلی، فارياب کې ۸ ښځينه خبريالانې شته، چې هغوی هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، جوزجان کې د لسو او پنځلسو تر منځ ښځينه خبريالانې او په سمنګان کې ۴ ښځينه خبريالانې محدود رسنيز فعاليت لري او که وضعيت همداسې دوام وکړي؛ نو دا شمېر به نور هم کم شي)).

انصاري وويل چې له کابل وروسته بلخ کې ډېرو ښځينه خبريالانو فعاليت درلود؛ خو په خبره يې چې اوس يې شمېر کم شوی دی.

نوموړی زياتوي، يو شمېر رسنيو خپل تشکيلات کم کړي او همدا راز ځينې ښځينه خبريالانې بهرنيو ملکونو ته تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.