ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې يوه بندي د هندي عالم مولانا ابوالکلام ازاد تفسير پښتو ته ژباړلی

کندهار کې يوه بندي د هندي عالم مولانا ابوالکلام ازاد تفسير پښتو ته ژباړلی

author avatar
18 Jul 2019 - 11:49
کندهار کې يوه بندي د هندي عالم مولانا ابوالکلام ازاد تفسير پښتو ته ژباړلی
author avatar
18 Jul 2019 - 11:49

کندهار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): د کندهار زندان يوه بندي د هند د نامتو عالم، مبصر او سياسي څېرې مولانا ابوالکلام ازاد"ترجمان القرآن" تفسير پښتو ته ژباړلی.

دغه زنداني جلال الرحمن شرر نومېږي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه زندان کې د بند شپې سبا کوي.

نوموړي نه یوازې د زندان تیارې د ترجمان القران په ژباړه رڼا کړي، بلکې دغلته یې د علمي او فرهنګي چارو، کتابتون، کمپیوټر لیب او مطالعې بنسټ هم ایښی دی.

شرر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د هند د نامتو عالم مولانا ابوالکلام ازاد د ترجمان القران تفسیر ژباړلو ته یې هغه مهال پام واوښت چې د مطالعې پر مهال یې په پراګنده توګه د هغه له خوا د قران کریم د ایتونو ژباړه تر سترګو شوه.

د ده په خبره، مولانا په قران پوهنه کې لوی لاس لري، هغه د قران کریم د ایتونو روانه ژباړه کړې او د مرستندویه جملو په مرسته یې د اساسي مفهوم او پیغام رسولو هڅه کړې ده.

د ده په باور مولانا په ترجمان القران تفسیر کې د خدای ج پیغام په ډېره ښه توګه تر خلکو رسولی، د دغه تفسیر لړلیک/فهرست یې په ډېره ښه توګه اوډلی چې د یوه انسان لپاره د څېړنې او د قراني نصوصو او موضوعاتو د تحلیلولو پر مهال ورسره ډېره مرسته کوي.

شرر وايي، همدا هغه څه دي چې دغه تفسیر یې له نورو بېل کړی او له ده سره یې پښتو ته د ژباړلو فکر پیدا شو.

ده زیاته کړه، دوه- دوه نیم کاله مخکې چې لا زندان ته نه و تللی، د دغه تفسیر ژباړه یې پیل کړې وه، خو ډېر کار یې په زندان کې ورباندې وکړ.

نوموړي وویل: ((د زندان ستونزمن او له کړاوه ډک ژوند یو فرصت و چې وتوانېدم د دغه مهم تفسیر ژباړه بشپړه کړم.))

هغه وايي، د تفسیر د ژباړې چارې چې په قلم د لیکلو، په کمپیوټر کې د لیکلو، تصحیح او سمون او نور کارونه په کې شامل دي، په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل ، غواړي دغه تفسیر د خلکو په مالي مرسته چاپ او خپور کړي.

دغه راز دی وايي، لویه هیله یې دا ده چې د یوه خپرندویه ارګان او چاپي خدماتو یو بنسټ کښېږدي او لکه د نورو توکو په انلاین او عصري بڼه په هېواد کې دننه د کتابونو خپرولو، چاپولو او رسولو چارې او تر څنګ یې د بازار موندنې کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.