کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): ځينې نادولتي ادارې د جګړې ښکېلو لوريو له خوا د روغتيا او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه د نړيوالو او بشردوستانه قوانينو خلاف عمل بولي او غواړي چې دغه بهير ودرول شي.
د راپورونو له مخې، دافغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ويلي و چې وسله والو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې ددوى اړونده ٤٢ روغتيايي مرکزونه تر هغه وروسته تړلي چې حکومتي ځواکونو ددې ولايت په دايميراد ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال څلور روغتيايي کار کوونکي وژل.
خو دولتي سرچينو بيا ويلي و چې امنيتي سرتېرو په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي او د يوه ډاکټر په ګډون يې دوه نور ژوندي نيولي دي.
د دې بريد په غبرګون کې طالبانو له روغتيايي کارکوونکو غوښتي وو چې خپلو دندو ته دې نه ځي.
په همدې موخه د افغانانو لپاره د بشري او پراختيايي مرستو د همغږۍ ادارې (ACBAR)، سويډن کمېټې، د افغان روغتيايي او پراختيايي موسسې (AHDS) او د کډوالو لپاره د ناروې سفارت پلاوي (NRC) ګډه خبري ناسته درلوده.
د اکبر موسسې مشر عبدالبشير خالقي وويل چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د روغتيا او ښوونې برخو پر کارکوونکو بريدونو اندېښمن کړي دي.
دی وايي:"پر دوو موضوعاتو چې يوه راتلونکې ناسته او بله د غير دولتي موسسو د کار پر وړاندې خنډونه دي، موږ د جګړې له ښکېلو ډلو غواړو چې نړيوالو بشردوستانه قوانينو ته درناوی وکړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن