کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۸) : د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په یوه ورځني کرکټ کې د بنګله دیش لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د هیواد الف لوبډله د یو لړ سیالیو لپاره بنګله دیش تللې ده، ددواړو هیوادونو ترمنځ د څلور ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان یو پر صفر ګټلې وه.
نن د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وشوه، د بنګله دیش الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۰۴ منډې کړې .
د افغانستان له لوري کریم جنت او نوین الحق دوه دوه لوبغاړي ، فضل نیازي، شرف الدین اشرف او قیس احمد یو یو لوبغاړي وسوځول.
دهیواد الف لوبډلې یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په څلور څلویښتم اوور کې د کوم لوبغاړي د سوځیدلو پرته د دواړو لومړنیو لوبغاړو د ښې لوبې له امله وګټله. رحمان الله ګربز ۱۰۵ او ابراهیم ځدراڼ ۸۵ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن