کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٨): د پروان ولایت نظامي شورا وايي، ځينې سياستوال او زورواکي يې په چارو کې لاسوهنه کوي، خو د ملي امنيت سلاکار ټينګار کوي چې د شته ګواښونو پر وړاندې به کوټلي ګامونه پورته شي.
د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولایت نظامي شورا غړيو، چې د پروان والي فضل الدین عیار یې مشري کوله، د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره وکتل.
سرچينه ليکي چې په ناسته کې والي او ټولو پوځي چارواکيو د یاد ولایت د حالت په اړه معلومات ورکړل او هغه سیمې یې په نښه کړې، چې "د هېواد د سولې او ثبات د دښمنانو" د فعالیتونو تر ګواښ لاندې دي.
د خبرپانې له مخې، د پروان ولایت نظامي شورا غړيو ويلي چې اړوندې نظامي ادارې په بشپړه همغږۍ د "ورانکارو او ترهګرو" پر وړاندې مبارزه کوي او په دې برخه کې یې لاسته راوړنې هم لرلې دي.
سرچینه د جزيياتو له ورکولو پرته زياتوي چې دوی په چارو کې د یو شمېر سیاستوالو او زورواکانو د لاسوهنې خبره هم وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت سلاکار ويلي چې قانون بايد پر زوروکي او غريب يو شان پلى شي.
د هغه په وينا، زورواکي، قانون ماتونه او سیاسي لاسوهنې د منلو نه دي او په قوت سره یې پر وړاندې درېدل په کار دي.
محب ټینګار کړى چې په پروان کې د شته ګواښونو د حل کولو په موخه به کوټلي ګامونه واخلي او د ولایتي ادارې او ځواکونو اړتیاوو ته به رسېدنه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن