ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په ميدان وردګو کې تړل شويو روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه

طالبانو په ميدان وردګو کې تړل شويو روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه

author avatar
19 Jul 2019 - 14:07
طالبانو په ميدان وردګو کې تړل شويو روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه
author avatar
19 Jul 2019 - 14:07

ميدان ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٨): طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې لسګونو تړل شويو روغتيايي مرکزونو ته د بېرته فعاليت اجازه ورکړه.

دغه مرکزونه چې د راپورونو له مخې يې شمېر ٤٢ ته رسي او د سويډن موسسه يې تمويلوي، د روانې چنګاښ مياشتې له ٢٢ مې راهيسې تړلي وو.

طالبانو وروسته له هغه چې دولتي ځواکونو د ياد ولايت د دايميردادو ولسوالۍ په تنګي سيدان سيمه کې پر يو روغتيايي مرکز عمليات تر سره کړل، په دغه ولايت کې يې د سويډن موسسې له خوا تمويلېدونکو روغتيايي مرکزونو کارکوونکو ته وويل چې دندو ته نه ځي.

 سيمه ييزى سرچينې وايي، دولتي ځواکونو په تنګي سيدان سيمه کې د يوه روغتون دوه ډاکټران يو څوکيدار او يو بل تن وژلي او يو ډاکټر يې هم له ځان سره بېولى دى، خو دولتي سرچينې بيا وايي چې په دغو عملياتو شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

خو اوس طالبانو ويلي چې په ميدان وردګو ولايت کيې يې ټولو بندو شويو روغتيايي مرکزونو ته بېرته د فعاليت اجازه ورکړې ده.

هغوى د يادو روغتيايي مرکزونو د بندېدو په اړه ويلي، ستونزه هغه مهال پېښه شوې وه چې دا څوم ځل و د سويډن موسسې اړوند روغتيايي کيلينکونه د بهرنيو او دولتي ځواکونو تر بريد لاندې راغلل، خو دغې موسسې په دې اړه اړين غبرګون ونه ښود او د خلکو غبرګون يې راوپاروه.

سرچينه زياتوي، يادو مرکزونو ته وروسته له هغه د بيا فعاليت اجازه ورکړل شوه چې د سويډن موسسې له خوا د خلکو غوښتنې او شکايتونه واروېدل شول او دغې موسسې ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د خپلو روغتيايي مرکزونو او د دغو مرکزونو د کارکوونکو ساتنې ته جدي پاملرنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.