ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: د کندهار وروستى بريد له پاکستانه رهبري کېده

ملي امنيت: د کندهار وروستى بريد له پاکستانه رهبري کېده

author avatar
19 Jul 2019 - 13:10
ملي امنيت: د کندهار وروستى بريد له پاکستانه رهبري کېده
author avatar
19 Jul 2019 - 13:10

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، د کندهار وروستى بريد د پاکستان له چمن سيمې رهبري کېده او په دې اړه يې اسناد هم تر لاسه کړي، خو طالبانو دا څرګندونې ردوي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ مازيګر مهال د کندهار پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ چې د نن سهار تر شاوخوا درېيو بجو يې دوام درلود.

سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه بريد کې درې امنيتي ځواکونه او ٧ ملکي وګړي وژل شوي، شل امنيتي ځواکونه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨٠ ملکي وګړي تپيان دي.

خو وسله وال طالبان وايي چې په دغه بريد کې له دولتي ځواکونو څخه شاوخوا سل تنه وژل شوي او ټپيان دي. 

د ملي امنيت رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي چې دغه بريد، د پاکستان د چمن سيمې د يو "ترهګريز مرکز" له خوا تر سره شوى دى.

 سرچينه ليکي چې بريدکوونکي په منظم ډول د ملا اغا په نوم يو تن له پاکستان څخه سوق او اداره کول.

ملي امنيت زياتوي چې د بريدکوونکو او پاکستان کې د هغوى د امرانو تر منځ د مکالمې بهير، د کرښې له هغې خوا د افغانستان په خاوره کې د "ترهګريزو بريدونو" د تر سره کېدو داسې سند دى چې انکار نه شي ترې کېداى. 

سرچينه ليکي:"دا ډول کړنو، د سولې روانې هڅې له ګواښ سره مخ کړي او د ترهګرو هويت او نيت د يوې اجيرې ډلې په توګه څرګندوي. يو ځل بيا ثابته شوه چې طالبان د نورو د ګټو لپاره جګړه کوي او د کړنو رهبري يې له بهر څخه کېږي."

د ملي امنيت رياست وايي چې  ډېر ژر به په دې اړه نور جزييات هم له خلکو سره شريک کړي.

خو وسله وال طالبان د ملي امنيت دغه څرګندونې ردوي.

د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي وايي چې د طالبانو ټول عمليات په هېواد کې د ننه طرحه او پلي کېږي او بهرنۍ رهبرۍ ته اړتيا نه لري. 

د ده په وينا، مقابل لورى، د طالبانو له عملياتو مخکې هېڅ معلومات نه لري، خو کله چې عمليات تر سره شي  بيا د خلکو د پام اړولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.