کندهارښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۸): ناپېژانده وسله والو د کندهار ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د پوليسو يو پخوانى افسر او يو عکاس ووژل.
د کندهار ښار يوه امنيتي سرچينه وايي، چې ناپېژانده کسانو دغه دوه تنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند له سپوږمۍ سالون سره په ډزو ووژل.
د هغه د معلوماتو له مخې، وژل شوى افسر سردار اغا پخوا د کندهار د درېيمې امنيتي حوزې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير و، خو اوس يې دنده نه لرله.
هغه زياتوي چې دويم وژل شوى تن د يوې انځورخونې عکاس و.
تردې دمه د ياد بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن