د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل له ننني بريد نه ٨ مړي او ٣٣ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي

د کابل له ننني بريد نه ٨ مړي او ٣٣ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي

Jul 19, 2019 - 08:20

څلورم تعقيب- کابل (پژواک، ۲۸چنګاښ ۹۸): عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل له ننني ځانمرګي بريد څخه اته  مړي او ٣٣ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه بريد نن سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون په جنوبي دروازه کې رامنځته شو، چې يو شمېر کسان کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ او طبي شورا ازموېنه کې د ګډون لپاره دغه پوهنتون ته روان وو.  

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز  په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې  ځانمرګی بريدګر په يوه موټر کې و او ځانته يې چادونه ورکړه.

د ده په وينا، د بريدګر موخه د کابل پوهنتون نه و. دى وايي تر څېړنو وروسته به څرګنده شي چې د بريد موخه کوم ځاى و.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيدالله مايار د جزيياتو له ورکولو پرته وايي چې له دغې بريد څخه اته  مړي او ٣٣ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.

کابل کې د ايران سفارت د کندهار د تېرې ورځې او د کابل نننى بريد غندلى، د افغانستان له دولت او د قربانيانو له کورنيو سره يې غم شريکي کړې ده.

طالبان وايي په دغه برید کې لاس نه لري. تراوسه بل چا هم د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخيستی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement