ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې پر کرکټ بندیز ولګاوه

د کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې پر کرکټ بندیز ولګاوه

author avatar
19 Jul 2019 - 21:47
د کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې پر کرکټ بندیز ولګاوه
author avatar
19 Jul 2019 - 21:47

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۸۹۸) : د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په خپلې تازه پرېکړې کې د حکومت د سیاسي مداخلو له امله  د زمبابوي غړیتوب وځنډولو او پرې یې بندیز ولګولو.

دا پرېکړه سره له اوسه عملي کیږي او له دې وروسته د زمبابوې هېڅ یو لوبغاړی اجازه نلري چې د کرکټ د نړیوالې شورا په لوبو او سیالیو کې ولوبیږي. همدغه راز د کرکټ نړیوالې شورا پر زمبابوې باندې ټولې مالي مرستې او بودیجه هم بنده کړه.

له دې پرېکړې وروسته به د دغه هېواد د کرکت بورډ استازي د شورا په غونډو کې هم برخه نه شي اخیستلې او نړیوالې لوبې هم نه شي کولی.

د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا  په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د زمبابوې کرکټ بورډ د دغې شورا د اساسي قانون دویمه ماده پښو لاندې کړې ده.

په دغې مادې کې راغلي چې باید د غړو هېوادونو کرکټ بورډونه د کرکټ د تنظیم او ادارې لپاره عادلانه او ازادي ټاکنې وکړي او د بورډ په اداري چارو کې باید د حکومتونو مداخله نه وي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي دا پرېکړه یې د زمبابوې د کرکټ بورډ او حکومت د چارواکو سره له ملاقات او خبرو ورسته کړې ده.

د شورا مشر شاشنګ مانوهار ویلي  "موږ په اسانۍ سره د کوم هېواد غړيتوب نه ځنډوو، مګر باید سپورټ له سیاسي مداخلو څخه پاک وساتو. په زمبابوې کې چې څه شوي، په ښکاره د کرکټ د نړیوالې شورا د اساسي قانون خلاف دي او موږ دا کار له پامه نشو غورځولی. شورا غواړي چې په زمبابوې کې کرکټ د دغې شورا د اساسي قانون په اساس وشي."

آی سي سي وايي چې څو میاشتې وروسته به په زمبابوې کې د کرکټ اړوندې چارې وارزوي او حالت ته په کتو به یې په اړه پرېکړه کوي.

زمبابوې یو مهال ډېر غښتلی ټیم درلوده چې آن په نړیوال جام کې نیمه پایلوبو ته هم وتلی و،

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په یوه پټ راپور چې پژواک یې یوه کاپي ترلاسه کړې، د افغانستان غوره لیګ په اړه چې تیر کال ترسره شوی، هم د فساد د لسو قضیو څیړنې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې پر افغان کرکټ بورډ ادارې هم نیوکې شوې، چې د حکومت د ځینو سیاسي مشرانو او چارواکو  لخوا پکې لاسوهنې کیږي، دا نیوکې وروسته له هغه ډیرې شوې، چې نوی اجراییه رییس لطف الله ستانکزی، چې  په کرکټ کې دوه درې کاله غیر تخنیکي تجربه لري، وټاکل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.