غزني (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٨): د غزني ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي چارو مسوول احمدخان سیرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملکي خلکو پر موټر دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو د خوګياڼو ولسوالۍ د پيرکي بند په سيمه کې شوې ده.
هغه ادعا کوي چې دغه ماين وسله والو طالبان پر سړک ځاى پر ځاى کړى و.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن