ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس: کابل کې نننى بريد ځانمرګى و خو موخه يې کابل پوهنتون نه و

پوليس: کابل کې نننى بريد ځانمرګى و خو موخه يې کابل پوهنتون نه و

author avatar
19 Jul 2019 - 10:42
پوليس: کابل کې نننى بريد ځانمرګى و خو موخه يې کابل پوهنتون نه و
author avatar
19 Jul 2019 - 10:42

درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ۲۸چنګاښ ۹۸): پوليس وايي، د کابل پوهنتون په دروزاه کې ننى بريد ځانمرګى و، خو موخه يې د کابل پوهنتون نه و.

دغه بريد نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون په جنوبي دروازه کې رامنځته شو.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې ځانمرګی بريدګر په يوه موټر کې و او ځانته يې چادونه ورکړه.

هغه زياتوي، د بريدګر موخه د کابل پوهنتون نه و. دى وايي تر څېړنو وروسته به څرګنده شي چې د بريد موخه کوم ځاى و.

په بريد کې د مرګ ژوبلې کره شمېرې تر اوسه نه دې تر لاسه شوې.

د فرامرز په وينا، په دغې بريد کې د يو ترافيک پوليس په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

خو د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيدالله مايار د جزيياتو ورکولو پرته وايي چې له دغې بريد شپږ مړي او ٢٧ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.

دغه بريد په داسې حال کې دى چې ټاکل شوې وه نن کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ او طبي شورا ازموېنې واخيستل شي.

تردې دمه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.