ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې ننګرهار کې يو تن وواژه، دوه يې ټپيان کړل

چاودنې ننګرهار کې يو تن وواژه، دوه يې ټپيان کړل

author avatar
19 Jul 2019 - 14:10
چاودنې ننګرهار کې يو تن وواژه، دوه يې ټپيان کړل
author avatar
19 Jul 2019 - 14:10

جلال اباد (پژواک ۲۸ چنګاښ ۹۸): پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو پوليس وواژه او يو پوليس او بل ملکي وګړى يې ټپيان کړل. 

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د يادې ولسوالۍ د دولتزيو فاميلو نومي سيمه کې رامنځته شوه.

 د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ظاهر عادل وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. 

 تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.