ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د سترګو روغتون ډاکټرانو اعتصاب کړى

د بلخ د سترګو روغتون ډاکټرانو اعتصاب کړى

author avatar
20 Jul 2019 - 17:30
د بلخ د سترګو روغتون ډاکټرانو اعتصاب کړى
author avatar
20 Jul 2019 - 17:30

مزارشريف (پژواک، ۲۹چنګاښ ۹۸): په مزارشريف کې د (نور) سترګو د درملنې روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی دی.

اعتصاب کوونکي وايي، د دې روغتون د مديريت چارې د يوه غير مسلکي کس له خوا پر مخ وړل کېږي چې وينا يې دوی د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

دوى زياتوي، د (نور) روغتون رييس په روغتيايي برخه کې لوړې زده کړې نه دي کړي.

د مزار شريف ښار د (نور) د سترګو د درملنې روغتون ډاکټر شجاع الدين رمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېرو کلونو راهيسې د دې روغتون مشري د يوه غير مسلکي کس پر غاړه ده، چې په خبره يې په روغتيايي برخه کې يې زده کړې نه دي کړي.

نوموړی وايي، د دې روغتون له جوړېدو څخه ۲۵ کاله تېرېږي، خو تر اوسه يوه عادي ودانۍ نه لري چې ناروغان يې له بد وضعيت سره مخامخ دي.

دی زياتوي: ((هغه کس چې اوس د دې روغتون د مشر په توګه کار کوي، لوړې زده کړې نه لري او حتى نرسنګ يې لا نه ده لوستى.))

نوموړی وايي، د همدغو نامسلکي کسانو له امله د دې روغتون ډاکټران له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. هغه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې مسوول چارواکي د دې روغتون لپاره  يو وړ کس معرفي کړي.

ده زياته کړه: ((يو چا چې څوارلس کاله ميخانيکي څانګه لوستې، اوس مهال د دې روغتون مشر دی چې دې چارې ټول ډاکټران او د روغتون اداره له ستونزو سره مخامخ کړې ده.))

د دې روغتون يوه بل ډاکټر فردين فضلي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د دوى د کاري اعتصاب لامل د دې روغتون په مشرۍ کې د نامسلکي کسانو شتون دی چې د ډاکټرانو په کاري برخه کې غير مسلکي مداخله کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.