ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا اوسېدونکي: د اوسنيو ناخوالو د حل يواځينۍ لار سوله ده

د پکتيکا اوسېدونکي: د اوسنيو ناخوالو د حل يواځينۍ لار سوله ده

author avatar
20 Jul 2019 - 15:21
د پکتيکا اوسېدونکي: د اوسنيو ناخوالو د حل يواځينۍ لار سوله ده
author avatar
20 Jul 2019 - 15:21

ښرنه (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې د روانو نا خوالو د حل يواځينۍ لار سوله ده او له دې سره به په هېواد کې د ډېرو افراطي ډلو د فعاليت مخه هم ونيول شي.

سوله د افغانستان لپاره يوه حياتي او مهمه مسئله ده او په دې وروستيو کې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د افغان سولې لپاره جدي هلې ځلې پيل شوي چې خلک ورته سخت هيله مند دي.

د پکتيکا اوسېدونکي هم د سولې په برخه کې پرمختګونه ستايي او له افغان دولت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې اوربند اعلان کړي، ترڅو دايمي سولې ته زمينه برابره شي.

په دې اړه د دغه ولايت اوسېدونکي اعجاز احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په پرله پسې ډول د افغانانو وينه بهيږي چې نور دغه حالت د زغم وړ نه دى.

ده زياته کړه: ((په اوسني وخت کې د ځوان، سپين ږيري، ښځې او ماشوم د ټولو يواځينۍ هيله سوله ده.))

اعجاز احمد وايي، که چېرې هېواد ته سوله راشي نو سره له دې چې نور به افغانان نه وژل کيږي، د ډېرو افراطي ډلو د فعاليت مخه به هم ونيول شي.

دغه راز د ښرنې بل اوسېدونکي نيک محمد پژواک ته وويل چې روانو جګړو د خلکو مهم ارزښتونه لکه ټاکنې، بيارغونه، ټولنيزې او سياسي اړيکې ډېرې زيانمنې کړې دي.

ده زياته کړه: ((که تېرو ټاکنو ته موږ او تاسو ګورو، ډېرو خلکو په کې ونډه وانخيسته، يواځينى علت يې هم همدا جنګونه وو او زه چې دې حالت ګورم نو روانو ټاکنو کې هم خلک پراخ ګډون نه کوي.))

همدارنګه د ښرنې يوې اوسېدونکې زيبا (مستعار نوم) پژواک ته وويل، جګړو د افغانانو هرڅه ځپلي دي نور بايد سوله وشي.

د هغې په وينا، د همدې پرله پسې او بې معنى جګړو له امله نن سبا په هر کور کې کونډې او يتيمان شته دي.

زيبا په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه وويل: ((دلته ډېرې ښځې تذکرې نه لري که تذکرې ولري نو بيا يې د کور سړي په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکوي، ځکه دلته له کوره د ښځې وتل د نارينه و لپاره يو ننګ دى.))

دغه راز د ګومل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې د هر افغان غوښتنه له حکومت او طالبانو څخه يوازې او يوازې سوله ده نو حکومت او طالبان بايد د خلکو دغه غږ بدرګه کړي.

دى زياتوي: ((موږ په ډېر بې صبرۍ د هغې نېټې انتظار کوو چې سوله راشي او د هغو ډلو ټپلو مخه ونيول شي چې په بېلابېلو نومونو د افغانانو وينه تويوي.))

همدارنګه د پکتیکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي اسلام شاه پژواک ته وويل، که د وسله والو طالبانو او افغان دولت ترمنځ عملي سوله وشي، داعش او کومه بله ورانکاره ډله بيا فعاليت نه شي کولاى.

د نوموړي په اند که سوله وشي، په ټاکنو کې به هم ټول هېواد وال برخه واخلي، ځکه هغه مهال به د وېرې احساس نه کوي او خلک به په اسانۍ سره په ټاکنو کې ګډون وکړي.

دغه راز يو تن سرتېرى لعل محمد وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ته د وروڼو خطاب کوي او له هغوی غوښتنه کوي چې نور دې د جګړې پرځاى د سولې لپاره مذاکرات وکړي.

دى زياتوي: ((هم موږ او هم طالبانو ډېر ځوانان په دغه بې هدفه جګړه کې له لاسه ورکړل دغه لړۍ بايد نور ودرول شي.))

همدارنګه د پکتيکا د مدني ټولنې غړي هم د سولې پر کېدو ټينګار کوي.

په مرکز ښرنه کې د مدني ټولنې غړي جميل غيرت پژواک ته وويل چې د روانو نا خوالو د حل يواځينۍ لار سوله ده.

دى وايي: ((د سولې سخت ارمان لرم، کله به وي له خيره سره چې سوله راشي، وېره نه وي او يوه مړۍ ډوډۍ خلک په ارامه وخوري.))

په ورته وخت کې د اورګون ولسوالۍ ديني عالم مولوي غازي پژواک ته وويل چې سوله د الله ج امر او د ولس غوښتنه ده.

نوموړي زياته کړه: ((هېڅوک بايد د الله ج له امر څخه سرغړونه ونه کړي او ډېر ژر بايد سوله وشي.))

همدرانګه د پکتيکا د والي وياند زيار خان ياد پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ولايتي اداره په ټوله کې حکومت د باعزته سولې ملاتړکوي.

ده وويل: ((حکومت او موږ ټول هغه سوله غواړو چې د هېواد ټول ارزښتونه په کې خوندي وي.))

بل لورته د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين تېره اوونۍ پژواک ته ويلي و چې له امريکا سره پر ټولو موضوعاتو تر هوکړې وروسته له افغان جهتونو سره د سولې خبرې پيلوي.

هغه زياته کړې وه چې له امريکا سره د مذاکراتو په تېرو اوو پړاونو کې ډېرې خبرې هوارې شوي، ډېر کم موارد پاتې دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند زياته کړې وه چې پر ټولو موضوعاتو تر هوکړو وروسته به د نړيوالو شاهدانو او رسنيو پر وړاندې پرېکړه ليک لاسليک او خپور شي.

د يادونې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په قطر هېواد کې د امريکايي استازو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي.

په دغو ناستو کې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، بین الافغاني مذاکراتو او هر اړخیزه اوربند په اړه  خبرې اترې شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.