ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د چهاربولک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيول شوی”

“د چهاربولک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيول شوی”

author avatar
20 Jul 2019 - 17:33
“د چهاربولک لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيول شوی”
author avatar
20 Jul 2019 - 17:33

مزاشريف ( پژواک، ۲۹چنګاښ  ۹۸) : په شمال کې د  شاهين ٢٠٩ قول اردو وايي چې د بلخ چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نيول شوی دی.

ددغې قول اردو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ملا عزت الله د افغان ځواکونو تر څار لاندې و او زياتوي چې تېره شپه د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.

خبرپاڼه زياتوي، له دغه طالب ولسوال سره د هغه څلور ملګري هم نيول شوي چې دمګړۍ له شاهين قول اردو سره دي.

اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې او تجهيزات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته مهال يوې معتبرې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې د چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ورور له پنځو نورو طالبانو سره نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو بيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.