ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ۷٥٠۰ کورنيو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوه

د ګردېز ۷٥٠۰ کورنيو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوه

author avatar
20 Jul 2019 - 17:10
د ګردېز ۷٥٠۰ کورنيو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوه
author avatar
20 Jul 2019 - 17:10

ګردېز (پژواک، ٢٩ چنګاښ٩٨): د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ۷٥٠٠ کورنيو ته د وارداتي برېښنا د وېش چارې بشپړې او نن برېښنا ورکړل شوه.

ټاکل شوې وه چې د ګردېز ۱۸۰۰۰ کورونو ته په اته مياشتو کې برېښنا ووېشل شي، خو په ياده پروژه کې د ځينو ستونزو له امله يې چارې شاوخوا اته مياشتې وځنډېدې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې پر مسوول شرکت يې فشار راوړی چې له پلان سره سم به پاتې نورو کورونو ته هم ژر برېښنا ورکړي.

کټوازي وويل: ((نن د ګردېز ښار ۷۵۰۰ کورنۍ له برق نه برخمنې شوې او انشاالله په يو، دوه مياشتو کې به همدومره نورې هم له برق نه برخمنې شي او په دويم پړاو کې مو د پنځلس زره نورو کورونو غوښتنه کړې چې برق ورته و وېشل شي.))

دغه راز دپکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي چې يادو کورونو ته په ډېر ځنډ برېښنا رسېدلې او تېرو کارونو ته په کتو ډېر ډاډه نه دی چې پاتې کورونو ته به په خپل وخت برېښنا ورکړل شي.

ځاځی له مسوولينو په دې برخه کې دجدي پاملرنې غوښتنې کوي او وايي:((هغه ژمنه چې دوی په اول قدم کې د پکتيا له خلکو سره کړې وه، چې د مرکز ګردېز، شاوخوا سيمو او بيا به ولسواليو ته برق ورکول کيږي،زموږ غوښتنه دا ده چې په دې کې له جديت او قاطعيت نه کار واخيستل شي.))

د لويې پکتيا فرهنګي مرکز مشر سيدجمال الدين اصف خېل د برېښنا رياست د کارونو پر سـستي نيوکه کوي چې په تېرو شاوخوا شپاړس مياشتو کې يوازې اووه زره کورونو ته برېښنا ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د يادو کورونو له ډلې شاوخوا ۲۴۰۰ کورونو له مخکې ډېزلي برېښنا هم لرله.

اصف خېل په دې اړه دچارواکو ډېری ژمنې غولوونکې بولي او ټينګار کوي چې د پکتيا د صنعتي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره بايد د برېښنا د وېش چارې واقعي او ګړندۍ شي.

نوموړي زياته کړه:((که حساب وکړو نو تقريبا زموږ اوس هم درې ناحيې برق نه لري، نو زموږ غوښتنه دا ده چې څومره ژر کېدی شي، بايد له دې راغلې برېښنا نه استفاده وشي او د وېش پروګرام يې نور هم چټک شي.))

همدارنګه د پکتيا دبرېښنا رييس نصرت الله مدتزی وايي چې تر دې وړاندې د برېښنا د وېش په شبکه کې د کمپنيو تر منځ د قرارداد د څو ځايه پلورل کېدو او بيا مسوول شرکت ته د پيسو د نه لېږد د ستونزې له امله د برېښنا شبکې د وېش په چارو کې خنډ او ځنډ راغلی و، چې اوس تر ډېره حل شوې ده.

مدتزي پژواک ته وويل چې تر راتلونکو شاوخوا درې مياشتو به د لومړي پړاو پاتې ۷۰۰۰ کورونو ته هم برېښنا ورسيږي.

نوموړی وايي:((موږ دلته خپلې فابريکې نه لرو چې د برېښنا تجهيزات توليد کړو، اکثره تجهيزات له بهر نه راځي، له هند او چين نه تهيه کيږي، له دې امله يو څه ستونزه شته.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.