ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې : د عمران خان او ټرمپ د خبرو ډېر تمرکز به پر افغان سوله وي

سرچينې : د عمران خان او ټرمپ د خبرو ډېر تمرکز به پر افغان سوله وي

author avatar
20 Jul 2019 - 14:42
سرچينې : د عمران خان او ټرمپ د خبرو ډېر تمرکز به پر افغان سوله وي
author avatar
20 Jul 2019 - 14:42

کابل (پژوک، ٢٩ چنګاښ ٩٨ ): د پاکستان لومړى وزير عمران خان د امريکا له ولسمشر ټرمپ سره د ليدنې په موخه په درې ورځني  سفر واشنګټن ته روان شوى دى.

بلخوا امريکايي سرچينو او رسنيو خبر ورکړى چې ولسمشر ټرمپ به له عمران څخه وغواړي چې په افغان سوله کې خپل رول زيات او پر طالبانو اوربند ومني.

عمران خان په داسې حال کې واشنګټن ته روان شوى چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو اتم پرېکنده پړاو هم پيل شي.

امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى چې ولسمشر ټرمپ به له عمران خان څخه وغواړي چې طالبان هر اړخيز او دوامداره اوربند ته چمتو کړي.

بلومبرګ رسنۍ په خپل يوه راپور کې ليکلي، دغه راز په دې ليدنه کې به  امريکا له پاکستان څخه دا غوښتنه هم وکړي چې د اسامه بن لادن د وژلو په قضيه کې نيول شوى ډاکتر شکيل افريدى خوشې کړي.

ويل کېږي چې دغه پاکستاني ډاکتر د اسامه بن لادن په پيدا کولو او وژلو کې له امريکا سره مرسته کړې ده.

ټاکل  شوې چې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ دا ليدنه د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وشي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هم په دې سفر کې له عمران سره ملتيا کوي.

د سپينې  ماڼۍ سرچينو دغه راز ويلي چې په دې ليدنه کې به د قطر د خبرو اترو د پرمختګونو او ژر تر ژره د بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په اړه هم خبرې وشي او امريکا به له پاکستان څخه وغواړي چې په دې برخه کې خپل رغنده رول ادا کړي.

د پاکستانيو رسنيو د معلوماتو له مخې، عمران خان چې نن سهار د واشنګټن پر لوري روان شوى، د قطر په پلازمېنه دوحه کې يې يوه دمه کړې، خو ددې دمې جزييات نه دي په ډاګه شوي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي چې د عمران خان تر سفره مخکې واشنګټن ته رسېدلى، په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړې چې پاکستان له امريکا سره داسې ژمنه نه کوي چې دوى يې پوره نه شي کړلى.

هغه زياته کړې، دوى له امريکا څخه مرستې نه غواړي، بلکې غواړي اقتصادي اړيکې سره پياوړې کړي.

قريشي ويلي،د افغانستان سوله او امنيت دامريکا او پاکستان په ګټه دي او په دې برخه کې به له واشنګټن سره په ګډه کار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.