کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني وايي، غصب په قانون کې جرم دی، ۱۳زره غاصبین تشخیص شوي او د خدای په توکل له دوى څخه د خلکو حق اخلي.
نوموړي دغه خبرې نن په سلامخانې ماڼۍ کې په نړیوال ښاري سمپوزیم کې وکړې.
ده وويل، قانون له یوه لوري د نړۍ تر ټولو غوره ډالۍ ده، خو چې قانون کوڼ او ړوند وي، تر هغه بده پدیده نشته.
هغه زیاته کړه، قانون په تېر کې د بېوزلو او په ځانګړي ډول د ښاري بېوزلو او مېرمنو په تړاو نه یواځې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې کوڼ، ړوند او بې تفاوته و. تر دې وروسته به د افغانستان قوانین او دولت اورېدونکی او لیدونکی او ښاروالۍ فعالې وي.
ده څرګنده کړه، هېواد ته میلیونونه ډالر راغلل، خو د واضح لیدلوري د نشتوالي له امله ښارونه د تحرک او ژوند په مرکز د بدلولو پر ځای د محرومیت په مرکزونو بدل شول. د بې تفاوتۍ وخت پاى ته رسېږي او دا دولت به ځواب ویونکی وي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ښاروالۍ به ستاسو په خدمت کې وي.
هغه وویل، زموږ موخه هر افغان او افغانې ته باوري ملکیت او د پلاني ساحې جوړول دي او اړتیا ده چې جوړ شوي پلانونه او قوانین عملي شي.
نوموړي د یو میلیون جریب عامه او دولتي ځمکو غصب ته په اشارې وویل: "غصب په قانون کې جرم دی، ۱۳ زره غاصبین تشخیص شوي او د خدای په توکل به ستاسو حق ورڅخه واخلم."
غني د یو این هبیتات کارکوونکو له زحمتونو مننه وکړه، ويې ویل، د وطنوالو په توګه موږ مسؤولیت لرو چې د خپلې وطنوالۍ مسوولیت ادا کړو او باید داسې زمینه برابره کړو چې یوه برخه پرېکړې د ګذر او ناحیو په کچه وشي او باید تصمیم نیول اسانه شي.
ولسمشر د کابل پوهنتون په دروازه کې د تېرې ورځې ترهګریز برید ته په اشارې وویل: " پر پوهنتونونو، ماشومانو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او ملکي وګړو برید، زموږ پر تمدن، دین او ملي عزت برید دی او هر څوک چې د هغه مسؤولیت اخلي ملي خاین، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره دی."
ده څرګنده کړه: زموږ موخه سوله ده، تاوتریخوالی د یو بل د منلو لاره نه ده.
هغه د امنیتي ځواکونو د قربانیو مننه وکړه او ويې ویل، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول منسوبین له دې هېواد سره مینه لري او د دوی ورځنۍ قربانۍ د دې ښودنه کوي چې موږ متحد ملت یو، په زور او جبر نه تسلیمېږو.
غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ له طالبانو د تسلیمۍ سند نه دی غوښتی، بلکې په افغانستان کې د پایداره سولې د ابرومندانه مذاکرې غوښتونکي یو، دوی باید ومني چې د سولې لپاره د ټینګې ارادې لرونکو افغانانو سره مخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن