ترينکوت (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٨) : چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې د رهبري کېدونکي توغندي په يوه بريد کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عيسى د چنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد په خاص ارزګان ولسوالی کې شوى دى.
هغه زياته کړه، د موثقو راپورونو پر بنسـټ يې په يادې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مرکزونه د رهبري کېدونکي توغندي پر وسيله په نښه کړي دي.
عيسى وايي، په دې بريدونو کې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، اوس مهال اروزګان کې له رهبري کېدونکو توغنديو څخه د طالبانو ځپلو کې ډېر کار اخيستل کيږي چي مرکز ترينکوټ کې مېشت بهرني ځواکونه پرې د طالبانو مورچلې په نښه کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړ ه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن