جلال اباد (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال په تېرو نږدې پنځلس ورځو کې ۳۰ لوی او واړه کلي له وسله والو پاک شوي دي.
د چارواکو په وينا، اوس مهال په نيول شويو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوستې جوړېږي چې بې ځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو سيمو ته وګرځېږي.
دغه عمليات د روانې چنګاښ مياشتې په ۱۶مه د ملي اردو په مشرۍ د ګډو افغان ځواکونو له لوري د هوايي او توپچي ځواک په مرسته پيل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د چنګاښ په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، د ګډو افغان ځواکونو له لوري د داعش او طالب وسله والو د ځپلو په موخه نږدې پنځلس ورځې وړاندې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات پيل شول.
دی وايي، په دغو عملياتو کې چې هوايي او د توپچې ځواکونو ملاتړ هم لري د ملي اردو، ملي پوليسو، امن عامه او نظم عامه پوليسو او د سرحدي ځواکونو له لوري مخته وړل کېږي، چې ولسي پاڅونوال او سيمه ييز پوليس يې هم ملاتړي دي.
هغه زياته کړه، د عملياتو پرمهال تر اوسه د داعش او طالب وسله والو له منګولو څخه د ۳۰ په شاوخوا کې لوی او واړه کلي پاک شوي او عمليات لا هم روان دي.
د نوموړي په وينا، د عملياتو پرمهال نيول شويو سيمو کې د تازه دمو ځواکونو نوې پوستې جوړېږي چې تر اوسه يې دوه پوستې جوړې شوي او دوه نورې تر کار لاندې دي.
د يوسفزي د معلوماتو له مخې، د عملياتو په دغه موده کې ۱۵ کړۍ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي او ۱۰ ميله درنې او سپکې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د چپرهار ولسوالۍ عمليات په جلال اباد ښار او دغې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه پلان شوي دي.
دی وايي، له دغو سيمو جلال اباد ښار ته هم ډېر تهديدونه موجود و چې د جلال اباد ښار د ناامنۍ ټولې پېښې له همدغو ځايونو رهبري او پلان کېدلې.
د والي په وينا، اوسمهال د نيول شويو سيمو امنيت ترپخوا ډېر ښه شوی او هغه کورنۍ چې د وسله والو له وېرې امن سيمو ته کډه شوې وې اوس بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي.
دی وايي، په دغې ولسوالۍ کې د پوستو په جوړېدو سره به امنيت لا خوندي شي او که د سيمې خلک خپله د سيمو امنيت ساتلو ته راپورته شي، دوی به يې لکه د نورو ولسواليو د ولسي پاڅونوالو ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن