کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٨) : له ايران سره د تاوتريخوالي تر زياتېدو وروسته امريکا سعودي عربستان ته له عصري پوځي وسايلو سره د ٥٠٠ سرتېرو د لېږلو اعلان کړى دى.
بلخوا د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزيز د امريکا ددې پرېکړې هرکلى کړى دى.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، دا سرتېري به د سعودي شهزاد سلطان پوځي هوايي ډګر کې مېشت شي.
ويل کېـږي چې تر دې مخکې په ١٩٩١ او ٢٠٠٣ کلونو کې هم امريکايي سرتېري په دغه پوځي هوايي ډګر کې مېشت شوي وو.
تر دې مخکې د سعودي حکومت ويلي و چې په سيمه کې د روان تاوتريخوالي له امله د امريکايي ځواکونو کوربه توب ته چمتو دي.
د يادونې ده چې په تېرو دوو مياشتو کې د عمان خليج او هرمز تنګي په سيمو کې د تېلو پر شپږو بېړيو بريدونه شوي چې سعودي او امريکا يې پړه پر ايران اچولې ده .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن