ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: ډېر ژر به بل پړاو خبرې پيل شي

خليلزاد: ډېر ژر به بل پړاو خبرې پيل شي

author avatar
20 Jul 2019 - 10:54
خليلزاد: ډېر ژر به بل پړاو خبرې پيل شي
author avatar
20 Jul 2019 - 10:54

کابل (پژواک،٢٩ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان د سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې ډېر ژر  به له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره يو ځل بيا روان شي.

بلخوا سرچينې وايي چې ممکن په اګست مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

خليلزاد د چنګاښ په ٢٩مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې اوس مهال په واشنګټن کې دى او له ځايي چارواکو سره يې د افغان سولې پروسې  په اړه خبرې او مشورې کړې دي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، په واشنګټن کې يې دازبکستان د بهرنيو چارو وزير ، د هندوستان او جرمني له سفيرانو سره د افغان سولې پروسې په اړه مشورې کړې دي.

خو زلمي خليلزاد زياته کړې، تر دې سلا مشورو وروسته به ډېر ژر د افغان سولې پروسې په تړاو د  خپل ماموريت د تر سره کولو په موخه روان شي.

د خليلزاد او طالب استازو ترمنځ په قطر کې تر اوسه اووه پړاوه خبرې اترې شوې دي او ټاکل شوې   چې د دواړو لوريو ترمنځ اتم پړاو خبرې هم پيل شي.

د اووم پړاو د خبرو په پاى کې دواړو لوريو د پرمختګونو خبر ورکړى و او هيله يې څرګنده کړې وه، چې په راتلونکي کې نور پرمختګونه هم وشي.

امريکا وايي، له طالبانو سره يې پر څلورو موضوعاتو خبرې کړې دي، چې د ځواکونو وتل، د ترهګرۍ  پرضد  مبارزه، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربندپه کې شامل دي.

زلمي خليلزاد څو ځله په ډاګه کړې چې څو پورې پر دې څلورو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، پر يو هم نه ده شوې، خو د طالبانو وياندويانو په خپلو څرګندونوکې يواځې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د بهرنيو ځواکونو پر وتلو خبرې کوي، اوربند او بين الافغاني مذاکرات نه يادوي.

يوې باوري حکومتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د طالبانو او امريکا ترمنځ روانې خبرې تقريباً بشپړې شوې او ددواړو لوريو ترمنځ د کېدونکي تړون مسوده افغان حکومت ته استول شوې ده.

سرچينه زياتوي، ممکن د راتلونکې اګست مياشتې په اوږدو کې د طالبانو او امريکا ترمنځ دا تړون لاسليک شي، خو تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نېغ په نېغه خبرې اترې پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.