د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ د سترګو روغتون ډاکټرانو اعتصاب کړى

د بلخ د سترګو روغتون ډاکټرانو اعتصاب کړى

Jul 20, 2019 - 17:30

مزارشريف (پژواک، ۲۹چنګاښ ۹۸): په مزارشريف کې د (نور) سترګو د درملنې روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی دی.

اعتصاب کوونکي وايي، د دې روغتون د مديريت چارې د يوه غير مسلکي کس له خوا پر مخ وړل کېږي چې وينا يې دوی د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

دوى زياتوي، د (نور) روغتون رييس په روغتيايي برخه کې لوړې زده کړې نه دي کړي.

د مزار شريف ښار د (نور) د سترګو د درملنې روغتون ډاکټر شجاع الدين رمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېرو کلونو راهيسې د دې روغتون مشري د يوه غير مسلکي کس پر غاړه ده، چې په خبره يې په روغتيايي برخه کې يې زده کړې نه دي کړي.

نوموړی وايي، د دې روغتون له جوړېدو څخه ۲۵ کاله تېرېږي، خو تر اوسه يوه عادي ودانۍ نه لري چې ناروغان يې له بد وضعيت سره مخامخ دي.

دی زياتوي: ((هغه کس چې اوس د دې روغتون د مشر په توګه کار کوي، لوړې زده کړې نه لري او حتى نرسنګ يې لا نه ده لوستى.))

نوموړی وايي، د همدغو نامسلکي کسانو له امله د دې روغتون ډاکټران له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. هغه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې مسوول چارواکي د دې روغتون لپاره  يو وړ کس معرفي کړي.

ده زياته کړه: ((يو چا چې څوارلس کاله ميخانيکي څانګه لوستې، اوس مهال د دې روغتون مشر دی چې دې چارې ټول ډاکټران او د روغتون اداره له ستونزو سره مخامخ کړې ده.))

د دې روغتون يوه بل ډاکټر فردين فضلي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د دوى د کاري اعتصاب لامل د دې روغتون په مشرۍ کې د نامسلکي کسانو شتون دی چې د ډاکټرانو په کاري برخه کې غير مسلکي مداخله کوي.

د ده په خبره، له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې په دې روغتون کې هيڅ ډول پرمختګ نه دی شوی. دغه راز د دې روغتون عايد د همدې رياست له خوا شخصي جيبونو ته ځي چې د ودانۍ د نه شتون له امله په کرايي ځای کې کار کوي.

هغه زياته کړه، د اصلاحاتو غوښتونکي دي او مسوول چارواکي دې د دې روغتون مشر لرې او پر ځای دې يو مسلکي کس وګوماري.

دی همداراز  ګواښ کوي، تر هغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې  دې روغتون ته مسلکي کسان نه وي راغلي.

جاويد چې له جوزجان ولايت څخه د درملنې لپاره دې روغتون ته راغلی، وايي چې له لرې ځای څخه د درملنې لپاره راځي، خو بيا هم د نامعلومو دلايلو له امله ځنډول کېږي.

هغه هم د دې روغتون مشر په نامسلکي توب تورنوي او وايي چې د ناروغانو لومړنيو ستونزو ته رسيدګي نه شي کولی.

خو بل لور ته د (نور) روغتون مشر ډاکټر محمد رووف بيا  له پژواک خبري اژانس  سره په خبرو کې وويل چې دغه اداري ستونزې به ژر تر ژره حل شي.

نوموړی زياتوي، ډاکټران بايد د دې روغتون له اصولو سره سم مخکې لاړ شي او له ډاکټرانو غواړي چې خپل کاري اعتصاب پای ته ورسوي.

د هغه په وينا، اعتصاب کوونکي ډاکټران د ادارې له اصولو سرغړونه کوي او په خبره يې که خپل اعتصاب پای ته ونه رسوي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

ډاکټر رووف د اعتصاب کوونکو ډاکټرانو له خوا پر ځان لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي او زياتوي چې د ياد روغتون د چارو سمونې په برخه کې يې ډېره خواري کړې ده.

هغه مني چې لا هم مزارشريف کې د سترګو د درملنې روغتون ودانۍ کرايي ده، خو زياتوي چې دې برخه کې دی ګرم نه دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement