ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوږياڼو محکمې مخې ته چاودنه کې دوه کسان ټپيان شول

د خوږياڼو محکمې مخې ته چاودنه کې دوه کسان ټپيان شول

author avatar
20 Jul 2019 - 10:36
د خوږياڼو محکمې مخې ته چاودنه کې دوه کسان ټپيان شول
author avatar
20 Jul 2019 - 10:36

جلال اباد (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د ابتدائيه محکمې مخې ته چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

چاودنه د سړک د منځ ګلدان کې د ځای پرځای شوي ماين  له امله شوې ده .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۹مه پژواک ته وويل چې نن سهار اته بجې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند کږې بازار سيمه کې د ابتدائيه محکمې مخې ته چاودنه شوې ده.

 نوموړى وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتی.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله خان پژواک ته وويل چې د خوږياڼو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي برسېرن ټپيان شوي دي.

د دغې چاودنې مسووليت  چا نه دى منلى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.