جلال اباد (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د ابتدائيه محکمې مخې ته چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
چاودنه د سړک د منځ ګلدان کې د ځای پرځای شوي ماين له امله شوې ده .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۹مه پژواک ته وويل چې نن سهار اته بجې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند کږې بازار سيمه کې د ابتدائيه محکمې مخې ته چاودنه شوې ده.
نوموړى وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتی.
خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله خان پژواک ته وويل چې د خوږياڼو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي برسېرن ټپيان شوي دي.
د دغې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن