د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون سبا امنيتي چارواکي استجواب کوي

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون سبا امنيتي چارواکي استجواب کوي

Jul 20, 2019 - 20:19

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې ځينې غړو په ټاکنيزو کمپاينونو کې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې او هېواد امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ټينګار وکړ چې د سولې بهير جزئیات بايد د ولس له استازو سره شريک شي.

د ولسي جرګې اوولسمه تقنيني دوره د روان کال د غويي په ۶ مه پرانيستل شوه، نن يې د لومړي ځل لپاره د اداري پلاوي له ټاکنې وروسته چې دوه مياشتې وخت یې ونيو، د مخکې جوړې شوې اجنډا پر بنسټ یې غونډه وکړه.

د جرګې په نننۍ اجنډا کې د هېواد امنيتي وضعيت، د روان کال د تلې په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول او د سولې بهیر شامل وو.

امنيتي حالت

د خلکو ځينو استازو د هېواد د روان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او د امنيتي چارواکو د استجواب غوښتنه یې وکړه.

په دې جرګې کې د کندوز خلکو استازي عبدالرووف ابراهيمي امنيتی وضعيت په شمال په ځانګړې توګه کندوز کې د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د دې ولايت له نهو ولسواليو درې يې د طالبانو په لاس کې دي، په درې ولسواليو کې د حکومت واک یواځې د ولسواليو تر مرکزه محدود دی او درې نورې ولسوالۍ هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ دي.

د کندوز خلکو بل استازي محمدالله بتاش د ابراهيمي د خبرو د پخلي ترڅنګ وويل: ((یواځې په څو ورځو کې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۵۰ امنيتي منسوبين وژل شوي دي، که امام صاحب سقوط شي، موږ بايد له شیرخان بندر څخه لاسونه ووينځو.))

نوموړي وويل چې امنيتي چارواکي نه حاضرېږي، څو د ملت له استازو سره خبرې وکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکواستازي عبدالروف شپون په ننګرهار کې له روان امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وويل: ((هره ورځ په جلال اباد کې یو یا څو کسان ترور کېږي، د کابل – جلال اباد په لويه لار پر کاروانونو بريد کېږي؛ ترڅو به خپل غږ نه پورته کوو.))

د جرګې ځينو نورو غړو هم د څو ولايتونو امنيتي حالت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل چې د ځينو ولايتونو امنیه قوماندانان تجربه نه لري او بايد امنيتي مسوولين جرګې ته راوبلل شي.

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وویل چې سبا به د دې جرګې د رييسانو کمېټې له پرېکړې سره سم امنيتي چارواکي د امنيتي چارو کمېسيون ته ور غوښتل کېږي.

نوموړي د کورني امنيت له کمېسيون څخه غوښتنه وکړه څو د جرګې غړو د اندېښنو په اړه چارواکي خبر کړي او د استجواب پایلې د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړي

د ولسمشرۍ ټاکنې

ټاکل شوې چې د روان کال د تلې مياشتې شپږمې ټاکنو لپاره ټاکنیزي منډې ترړې د روان کال زمري مياشتې په پنځمه پيل شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون اتلس کسان نوماندان شوي دي.

په ولسي جرګه کې د زابل خلکو استازي حميدالله توخي د جرګې په نننۍ غونډه کې ادعا وکړه چې د محمد اشرف غني په ګډون د ولسمشرۍ ځينې نوماندان په ټاکنیزو مبارزاتو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.

نوموړي د ولسمشرۍ له نوماندانو غوښتنه وکړه څو یو موټی شي او په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ولسمشر له واک څخه د ناوړه ګټې اخيستو مخنيوی وکړي.

د تخار خلکو استازي محمدعالم ساعي پرته له دې چې د چا نوم یاد کړي، وويل چې ځينې نوماندانو له ټاکلې نېټې وړاندې ټاکنیز منډې ترړې پيل کړې دي.

نوموړي د دې حالت په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ وويل: ((ولسمشر د خپل ټاکنیز کمپاين لپاره  د خپلواکۍ سلمې کاليزې نماځنې لپاره ۴۰۰ ميليونه افغانۍ منظور کړې دي، اړتيا نشته چې په اوسنيو شرایطو کې ۴۰۰ ميليون افغانۍ په دې برخه کې ولګوو... دا پيسې د ۱۵ زرو يتيمانو یو کلن لګښت دی.))

د ولسي جرګې مشر په دې تړاو وويل چې د حکومت له کړنو څارنه د ولسي جرګې غړو له واکونو څخه ده.

نوموړي د جرګې غړو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو د نوماندانو له ناوړه ګټې اخيستنې مخنیوی وکړئ.))

سوله

په مسکو او قطر کې پر درېيو بين الافغاني غونډو سربېره، د طالبانو او امريکا ترمنځ اووه پړاوه خبرې اترې ترسره شوې دي، د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي دي چې ټاکل شوې د اتم پړاو مذاکرات به ډېر ژر پيل کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي فدا محمد الفت صالح وويل چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده؛ خو په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د دې خبرو اترو په اړه هېڅ راز معلومات نه لري.

هغه زياته کړه چې د سولې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي او بايد هغه کسان چې په افغان دولت کې د سولې بهير رهبري کوي، جرګې ته وربلل شي څو د ولس استازو ته سپیناوی وکړي.

د کندوز د خلکو استازي عبدالرووف ابراهيمي وویل چې سوله د خلکو اړتيا او غوښتنه ده؛ خو تر اوسه افغان سياسيون او حکومت، د سولې مذاکراتو لپاره ځانګړې اجنډا نه لري.

نوموړي په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره د پاليسې جوړېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل: ((که موږ ځانګړی پروګرام ولرو، سياسون او حکومت په خپلو کې همغږي ولري، کولی شو د سولې له لاسته راغلې موقع څخه سمه استفاده وکړو.))

د جرګې ځينو نورو غړو هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه څو د سولې بهير په تړاو سپيناوی وکړي.

د ولسي جرګې مشر سوله د افغان ولس اړتيا او غوښتنه وګڼله او ويې ويل چې د خلکو استازي بايد د سولې بهير کې له هر پرمختګ او خپل راتلونکي برخليک څخه خبر کړل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement