ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون سبا امنيتي چارواکي استجواب کوي

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون سبا امنيتي چارواکي استجواب کوي

author avatar
20 Jul 2019 - 20:19
د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون سبا امنيتي چارواکي استجواب کوي
author avatar
20 Jul 2019 - 20:19

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې ځينې غړو په ټاکنيزو کمپاينونو کې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې او هېواد امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ټينګار وکړ چې د سولې بهير جزئیات بايد د ولس له استازو سره شريک شي.

د ولسي جرګې اوولسمه تقنيني دوره د روان کال د غويي په ۶ مه پرانيستل شوه، نن يې د لومړي ځل لپاره د اداري پلاوي له ټاکنې وروسته چې دوه مياشتې وخت یې ونيو، د مخکې جوړې شوې اجنډا پر بنسټ یې غونډه وکړه.

د جرګې په نننۍ اجنډا کې د هېواد امنيتي وضعيت، د روان کال د تلې په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کول او د سولې بهیر شامل وو.

امنيتي حالت

د خلکو ځينو استازو د هېواد د روان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او د امنيتي چارواکو د استجواب غوښتنه یې وکړه.

په دې جرګې کې د کندوز خلکو استازي عبدالرووف ابراهيمي امنيتی وضعيت په شمال په ځانګړې توګه کندوز کې د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د دې ولايت له نهو ولسواليو درې يې د طالبانو په لاس کې دي، په درې ولسواليو کې د حکومت واک یواځې د ولسواليو تر مرکزه محدود دی او درې نورې ولسوالۍ هم له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ دي.

د کندوز خلکو بل استازي محمدالله بتاش د ابراهيمي د خبرو د پخلي ترڅنګ وويل: ((یواځې په څو ورځو کې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۵۰ امنيتي منسوبين وژل شوي دي، که امام صاحب سقوط شي، موږ بايد له شیرخان بندر څخه لاسونه ووينځو.))

نوموړي وويل چې امنيتي چارواکي نه حاضرېږي، څو د ملت له استازو سره خبرې وکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکواستازي عبدالروف شپون په ننګرهار کې له روان امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وويل: ((هره ورځ په جلال اباد کې یو یا څو کسان ترور کېږي، د کابل – جلال اباد په لويه لار پر کاروانونو بريد کېږي؛ ترڅو به خپل غږ نه پورته کوو.))

د جرګې ځينو نورو غړو هم د څو ولايتونو امنيتي حالت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل چې د ځينو ولايتونو امنیه قوماندانان تجربه نه لري او بايد امنيتي مسوولين جرګې ته راوبلل شي.

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وویل چې سبا به د دې جرګې د رييسانو کمېټې له پرېکړې سره سم امنيتي چارواکي د امنيتي چارو کمېسيون ته ور غوښتل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.