د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: له ١٣زرو غاصبينو به د خلکو حق واخلم

غني: له ١٣زرو غاصبينو به د خلکو حق واخلم

Jul 20, 2019 - 20:07

کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني وايي، غصب په قانون کې جرم دی، ۱۳زره غاصبین تشخیص شوي او د خدای په توکل له دوى څخه د خلکو حق اخلي.

نوموړي دغه خبرې نن په سلامخانې ماڼۍ کې په نړیوال ښاري سمپوزیم کې وکړې.

ده وويل، قانون له یوه لوري د نړۍ تر ټولو غوره ډالۍ ده، خو چې قانون کوڼ او ړوند وي، تر هغه بده پدیده نشته.

هغه زیاته کړه، قانون په تېر کې د بېوزلو او په ځانګړي ډول د ښاري بېوزلو او مېرمنو په تړاو نه یواځې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې کوڼ، ړوند او بې تفاوته و. تر دې وروسته به د افغانستان قوانین او دولت اورېدونکی او لیدونکی او ښاروالۍ  فعالې وي.  

ده څرګنده کړه، هېواد ته میلیونونه ډالر راغلل، خو د واضح لیدلوري د نشتوالي له امله  ښارونه د تحرک او ژوند په مرکز د بدلولو پر ځای د محرومیت په مرکزونو بدل شول. د بې تفاوتۍ وخت پاى ته رسېږي او دا دولت به ځواب ویونکی وي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ښاروالۍ به ستاسو په خدمت کې وي.

هغه وویل، زموږ موخه هر افغان او افغانې ته باوري ملکیت او د پلاني ساحې جوړول دي او اړتیا ده چې جوړ شوي پلانونه او قوانین عملي شي.

نوموړي  د یو میلیون جریب عامه او دولتي ځمکو غصب ته په اشارې وویل: "غصب په قانون کې جرم دی، ۱۳ زره غاصبین تشخیص شوي او د خدای په توکل به ستاسو حق ورڅخه واخلم."

غني د یو این هبیتات کارکوونکو له زحمتونو مننه وکړه، ويې ویل، د وطنوالو په توګه موږ مسؤولیت لرو چې د خپلې وطنوالۍ مسوولیت ادا کړو او باید داسې زمینه برابره کړو چې  یوه برخه پرېکړې د ګذر او ناحیو په کچه وشي او باید تصمیم نیول اسانه شي.

ولسمشر د کابل پوهنتون په دروازه کې د تېرې ورځې ترهګریز برید ته په اشارې وویل: " پر پوهنتونونو، ماشومانو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او ملکي وګړو برید، زموږ پر تمدن، دین او ملي عزت برید دی او هر څوک چې د هغه مسؤولیت اخلي ملي خاین، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره دی."

ده څرګنده کړه: زموږ موخه سوله ده، تاوتریخوالی د یو بل د منلو لاره نه ده.

هغه د امنیتي ځواکونو د قربانیو مننه وکړه او ويې ویل، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول منسوبین له دې هېواد سره مینه لري او د دوی ورځنۍ قربانۍ د دې ښودنه کوي چې موږ متحد ملت یو، په زور او جبر نه تسلیمېږو.

غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ له طالبانو د تسلیمۍ سند نه دی غوښتی، بلکې په افغانستان کې د پایداره سولې د ابرومندانه مذاکرې غوښتونکي یو، دوی باید ومني چې د سولې لپاره د ټینګې ارادې لرونکو افغانانو سره مخ دي.  

په دې مراسمو کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار وویل، غیر رسمي ښاري ساحې په غوره ښاري استوګنیزو ساحو د بدلېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه: د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په کابل او اتو نورو ښارونو کې د ښاري سکتور ادارو سره په همغږۍ شاوخوا ۶۰۰ زره کورونه سروې او ثبت کړي دي او سروې به یو میلیون ته ورسېږي.

ټاکل شوې د ننني سمپوزیم د ملکیت سندونو د وېش په دوام، د کابل ښار ۱۰ زره غیر رسمي او غیر پلاني کورونو ته د ملکیت اسناد ووېشل شي او دا به ګډ اسناد وي، یعنې د خاوند او مېرمنې نومونه په کې  ثبت شوي دي.

وروسته د یو این هبیتات اجرایوې رئیسې میمونې محمدشریف وویل، افغانستان د یو این هبیتات په پروګرامونو کې د تر ټولو مهم هېواد په توګه ځای لري چې د دې هېواد په ښارونو کې له ۱۵۰۰ ډېر د دوی کارکوونکي فعالیت لري او دغه بنسټ له دوو لسیزو زیات په ښارونو او کلیو کې د خلکو او نورو بنسټونو ستراتیژیک شریک دی.

د غیر پلاني ساحو د ثبت پروګرام څخه ګټه اخیستونکې مېرمن فرحت وویل: "خوښه یم چې حکومت د مېرمنو د پیاوړتیا زمینه برابره کړې او موږ ته د جمهوررئیس ډالۍ دا ده چې مېرمنې یې د کورونو په مالکیت کې شریکې کړې او د ملکیت سند په ترلاسه کولو سره احساسوو چې د خپلو ملکیتونو لرونکې شو."

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement