د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" په بادغيس کې د هوايي بریدونو له امله لس ملکي کسان وژل شوي"

" په بادغيس کې د هوايي بریدونو له امله لس ملکي کسان وژل شوي"

Jul 20, 2019 - 17:47

قلعه نو(پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۸): په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازي وويل چې د دې ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوو هوايي بريدونو له امله، لس ولسي وګړي وژل شوي او دوه  نور يې ټپيان دي.

په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازي ضياالدين اکازي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې، د دې ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي سيمه کې د جیټ الوتکې په وسيله بريد شوی چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې بريد کې اووه ملکي کسان وژل شوي او يو تن ټپی دی.

هغه وويل چې له يادو اتو کسانو څخه، پنځه کسان د يوې کورنۍ غړي او درې نور د بلې کورنۍ غړي دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې پرون مازدیګر شاوخوا ۵:۳۰ بجې د بالامرغاب ولسوالۍ د جوي خواجه سيمه کې د چورلکې بريد له امله، د يوې ښځې په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او یو بل تن ټپي دی.

نوموړي وويل، نه پوهېږي چې دا هوايي بريدونه د بهرنيو ځواکونو او که د افغان هوايي ځواک له لوري ترسره شوي دي.

هغه په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو او دغه راز له افغان حکومت څخه په ټينګارغوښتنه وکړه چې عملياتو کې دې له دقت څخه کار واخلي څو ولسي خلکو ته زيان وا نه وړي.

د بادغيس سيمه ييز چارواکي په هوايي بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

 

 پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر سره اړيکه ونيسي؛ خو اړيکه ټينګه نه شوه.

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د هوايي بريدونو له امله، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement